د چاپېریال ساتنې اړوند سمینار وړاندي شو

zabu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۷ - ۱۴:۵۳
D

د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د ښوونې او روزنې پوهنځي رئیس پوهنیار طاوس خان هیوادمل او د فزیک څانګې آمر ښاغلي ګل‌الرحمن احساس له لوري یو مهم او ارزښتناک سمینار د چاپېریال ساتنې اړوند د مؤسسې و محصلینو ته وړاندي شو، د دغه سمینار موخه د ځوان نسل د چاپېریالي پوهاوي لوړول وو.

په سمینار کې د ځنګلونو ارزښت، د اوبو د سرچینو ساتنه، او د پاکې هوا د اهمیت په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې شول وړاندي کوونکو ټینګار وکړ چې د طبیعت سره مینه او د چاپېریال ساتنه نه یوازې د اسلامي او انساني مسؤولیت یوه برخه ده، بلکې د سالمې راتلونکې لپاره یوه حیاتي اړتیا هم ده، دوی زیاته کړه، چې د اقلیم بدلون، د طبیعي منابعو کمښت، او د هوا ککړتیا هغه خطرونه دي چې باید ځوانان یې په اړه پوره پوهه ولري.

محصلینو د دې سمینار په اخیستلو سره د چاپېریال ساتنې په برخه کې د مسؤلیت احساس څرګند کړ او ژمنه یې وکړه چې د خپلو ټولنو په کچه به د طبیعي منابعو د ساتنې او پراخوالي لپاره اغېزمن رول ولوبوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۴ - ۱۱:۳۱
Background image

د محصلینو ته د بنګو زیانونه تر عنوان لاندې سمینار وړاندې شو

د محصلینو ته د بنګو زیانونه تر عنوان لاندې سمینار وړاندې شو

د میرویس خان نیکه زابل پوهنتون د شرعیاتو پوهنځی لخو محصلینو ته (د بنګو زیانونه) تر عنوان لاندې سمینار وړاندې شو

یاد سمینار. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۱ - ۱۱:۱۱
Background image

د محصلینو له نماینده ګانو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه.

د محصلینو له نماینده ګانو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه.

نن ورځ دوشنبه چې د ۱۴۰۴/۷/۲۱ نیټې سره برابره ده، د میرویس خان نیکه زابل پوهنتون د علمي او محصلانو چارو معاونیت اړوند د محصلینو د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۱ - ۱۰:۳۱
Background image

استادانو، اداري او خدماتي کارمندانو ته  د امیرالمؤمنین حفظه الله 17ګڼه فرمان  وړاندې شو!!

 

د میرویس خان نیکه زابل پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځی د دعوت او  ارشاد فرعي کمېټې له لوري د امیرالمؤمنین (حفظه الله) ۱۷ ګڼه فرمان د ( خېښۍ ، ودونو ، مصیبتونو ، حج او عمــــرې څخه د. . .

BACK TO NEWS