د نشراتو او فرهنګې چارو کميټې له لورې غونډه ترسره شوه

zabu_admin
شنبه ۱۴۰۳/۳/۱۹ - ۱۰:۸
sa

تېره پنج شنبه، د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې، د علمي او محصلانو چارو په معاونیت کې د نشراتو او فرهنګې چارو کمیټې غونډه د یادې کمیټې آمر او غړو په حضور کې ترسره شوه.

غونډه د مولوي ضیاؤالحق حماد له لورې د قرآن کريم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پيل شوه او ورپسې د نشراتو او فرهنګې چارو کمېټې د آمر نوماند پوهنیار بهاؤالحق عزام له لورې پېلیزه وینا وشوه.

وروسته د اجنډا مطابق په پر ځینو موضوعاتو تر بحث وروسته پریکړي وشوي چې د تشکیلاتي چارټونو، لیرلیدونو او رسالتونو د چاپ، د پوهنځیو د نشراتي صفحو څخه څارنه او د نشراتو کمیټې له لورې د عامه پوهاوي په موخه محصلینو او استادانو ته سمینار برابرول شامل وو. غونډه د دعا په ويلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۲۰:۵۱
Background image

د محصلینو ترمنځ د غشي ویشتلو سیالۍ پیل سوې!


نن ورځ، سه‌ شنبه، د میرویس خان نیکه پوهنتون د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ عمومي مدیریت او د بدني روزنې کمېټې په ګډو هڅو، د څلورو پوهنځیو ترمنځ د سید جمال‌الدین افغاني پوهنتون د غمیزې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۳:۲۸
Background image

محصلینو ته د املاء او انشاء لنډ مهاله کورس پیل سو


د لوړو زده کړو وزارت د هدایت په اساس، د محصلینو د خدمتونو او همغږۍ عمومي مدیریت، د نشراتو او کلتوري چارو کمیټې په ګډه همکاري د پوهنتون محصلینو ته د املاء او انشاء لنډمهاله کورس پیل سو.. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۲۰:۳
Background image

محصلینو ته د مرحوم آمیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد د دیارلسم تلین په مناسب د هغه د ژوند او کارنامو په اړه سمینار وړاندې سو. 


د علمي او محصلانو چارو معاونیت اړوند د محصلینو د خدمتونو  او همغږي عمومي مدیریت له لوري د پوهنتون ټولو محصلینو ته د مرحوم امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد  د دیارلسم تلین په مناسب د هغه. . .

BACK TO NEWS