Social media count

This block is broken or missing. You may be missing content or you might need to enable the original module.

د علمي شورا میاشتنۍ نوبتواره غونډه ترسره شوه نن ورځ سه شنبه چې ۴/۲/۱۴۴۷نیټې سره برابره ده د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د علمي شورا نوبتواره غونډه ترسره شوه. یاده غونډه چې د مؤسسې رئیس الحاج روح الله (مشال)، د علمي او محصلانو چارو مرستیال، م

zabu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۷ - ۱۵:۴۳

د علمي شورا میاشتنۍ نوبتواره غونډه ترسره شوه نن ورځ سه شنبه چې ۴/۲/۱۴۴۷نیټې سره برابره ده د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د علمي شورا نوبتواره غونډه ترسره شوه. یاده غونډه چې د مؤسسې رئیس الحاج روح الله (مشال)، د علمي او محصلانو چارو مرستیال، مالي او اداري چارو مرستیال، د پوهنځیو رئیسانو او آمرینو پکښې ګډون کړی و د قرآنکریم په تلاوت سره پیل شوه. د یادې غونډې پيليزه وينا د مؤسسې رئیس وړاندې کړه، نوموړې په خپلو خبرو کې وویل: دا چې د مؤسسې ستراتیژیک پلان د ښارسازۍ وزارت له لوري منظور او کارونه یې نهایې شول، زموږ لپاره یوه مهمه لاسته راوړنه ده ترڅو د معیاري ودانیو جوړولو، تدریسي او اداري بلاکونو د پراختیا او د عصري تحصیلي فضا رامنځته کولو لپاره خپلي هڅې لا هم زیاتې کړو. نوموړې همدې موضوع ته په کتلو سره يټینګار وکړ چې استادان، رئیسان او آمرین دې خپلو مسؤولیتونو ته متوجه او خپل کارونه دې په وخت سرته رسوي. ورپسې د علمي او محصلانو چارو مرستیال د تېر ۱۴۰۳ تحصیلي کال د قوت او ضعف په نقاطو باندې بحث وکړ، نوموړې د پوهنځیو رئیسانو او د څانګو آمرینو ته یادونه وکړه چې د تیر تحصیلي کال د ضعف ټکيو ته عملیاتي پلانونه جوړ کړئ او هم د نصاب له تطبیق څخه نظارت او تعقیب تر سره کړئ. همدارنګه د مالي او حسابي چارو عمومې مدیر د نوبت له مخې د غونډې ګډونوالو ته د ۱۴۰۴ هـ ق کال بودیجې، عوایدو او د منظور شوو پروژو معلوماتو تر څنګ د مالي او اداري چارو معاونیت د لومړۍ ربعې راپور هم وړاندې کړ. وروسته د غونډې ګډونوالو د ټاکل شوې اجنډا پر موضوعاتو باندې مفصل بحثونه وکړل او یو شمېر مهمې پریکړې يې وکړې. د عملي شورا همدا نوبتواره غونډه د دعا په ویلو سره پای ته ورسېده. د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي عمومي مدیریت

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۸:۵۴
Background image

د څلورم ټوګلیو محصلینو لپاره د علمي څېړنو او منوګراف د لیکني درې ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

د څلورم ټوګلیو محصلینو لپاره د علمي څېړنو او منوګراف د لیکني درې ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد
نن ورځ سه شنبه، د علمي او محصلانو چارو معاونیت اړوند د څېړنو او علمي مجلې آمریت په نوښت او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۸:۱۰
Background image

د مرکز قلات ښار اړوند عالي لیسو د دولسم ټولګیو زده کوونکو ته پیل سوی شپږ ورځنی سمینار پای ته ورسېد

 

نن ورځ د میرویس خان نیکه پوهنتون، د ښوونې او روزنې پوهنځي په هڅو او نوښت سره، د مرکز قلات ښار اړوند شپږو عالي لیسو د دولسم ټولګیو زده کوونکو ته د پوهنتون له چاپیریال او علمي امکاناتو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۲۲:۱۰
Background image

محصلینو ته د اسلامي امت د ضعف اسباب او فرهنګي یرغل تاثیراتو تر سرلیک لاندې سمینار وړاندې سو

محصلینو ته د اسلامي امت د ضعف اسباب او فرهنګي یرغل تاثیراتو تر سرلیک لاندې سمینار وړاندې سو
د نشراتو او کلتوري چارو عمومي کميټې د پلان له مخې د پوهنتون محصلینو ته د فکري ویښتیا او د. . .

BACK TO NEWS