د ستراتیژیک پلان د تدوین په موخه علمي سمینار وړاندې سو
د ستراتیژیک پلان د تدوین په موخه علمي سمینار وړاندې سو
د میرویس خان نیکه پوهنتون د ستراتیژیک پلان عمومي کمیټې د پلان له مخي د ستراتیژیک پلان عمومي کمېټې او د څلورو پوهنځیو د فرعي کمېټو غړو ته د پوهنتون د داخلي او خارجي محیط د تحلیل په اړه یو علمي او روزنیز سمینار وړاندې سو.
یاد سمینار د همدې کمیټې مرستیال د اقتصاد پوهنځي استاد پوهنیار آمان الله حقیارله لوري وړاندې سو، چې ګډونوالو ته یې د پوهنتون د داخلي او خارجي محیط د ارزونې لپاره د پوښتنپاڼو د طرح او جوړښت، د ستراتیژیکو فکتورونو د ضرایبو د ټاکلو اصول، د نمرو د محاسبې میتودونه او د ترلاسه شویو پایلو د تحلیل علمي تګلارې په تفصیلي ډول تشریح کړې.
د سمینار په پای کې، ګډونوالو د یادې علمي ناستي محتوا ګټوره وبلله او د پوهنتون د ستراتیژیک پلان د لا اغېزمنتیا لپاره یې د ورته علمي او مسلکي پروګرامونو پر دوام ټینګار وکړ.
نېټه: سه شنبه ۱۴۰۵/۴/۲
د نشراتو او عامه پوهاوي عمومي مدیریت
