د اقتصاد پوهنځي محصلینو د کندهار پوهنتون ته دوه ورځنی علمي سفر پای ته ورسېد

zabu_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۹:۳۵
علمي سفر


د میرویس خان نیکه پوهنتون-زابل، د اقتصاد پوهنځي محصلینو د استادانو په ملتیا سره د کندهار پوهنتون ته دوه ورځنی علمي سفر پای ته ورسېد.
د دې علمي سفر په لومړۍ ورځ، محصلینو د کندهار پوهنتون، د اقتصاد پوهنځي د څېړنو د دفاع په ځانګړې غونډه کې د ګډون ترڅنګ د کندهار پوهنتون اقتصاد پوهنځي رئیس قدرمن پوهنیار عبدالله زيارمل  محصلینو ته د اقتصاد په برخه کې د نوښتونو، مصنوعي ځیرکتیا (AI)، ډیجیټلي اقتصاد او راتلونکو مهارتونو تر سرلیک لاندې یو اغېزناک سیمینار وړاندې کړ.
په سیمینار د مصنوعي ځیرکتیا رول، د معلوماتو پر بنسټ اقتصادي تحلیلونه، ډیجیټلي بانکداري، مالي سکتور کې ټکنالوژي، زرغون اقتصاد او د مهارتونو ارزښت د سیمینار له مهمو بحثونو څخه وو. همداراز یادونه وشوه چې په معاصر اقتصاد کې په  سندونو بسنه مه کوئ،  مهارتونه، ابتکار او د ټکنالوژۍ سره بلدتیا ستاسو لپاره ډېر ضروري دي.
له سمینار وروسته  محصلینو د باور ټکنالوژي او انجنيرنګ او نساجي فابریکو او همدارنګه د کندهار دانې  او پرینسکو د رنګ تولیدي کمپنیو له بېلابېلو تولیدي برخو، تخنیکي تجهیزاتو او تولیدي پروسو څخه له نږدې لیدنه وکړه. د فابریکو او کمپنیو مسؤلینو د تولید د مرحلو، ماشینري سیستمونو او تخنیکي مدیریت په اړه هر اړخیز معلومات محصلینو ته وړاندې کړل.
نېټه: 1405/2/31
نشراتو او عامه پوهاوي عمومي مدیریت.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۰:۲
Background image

له اړوندو سکتوري ادارو سره د همږغي لومړۍ غونډه تر سره سوه

له اړوندو سکتوري ادارو سره د همږغي لومړۍ غونډه تر سره سوه
د ميرويس خان نيکه پوهنتون-زابل د رهبرۍ په لارښوونه او د څېړنو او علمي مجلې آمريت په نوښت، له اړوندو سکتوري ادارو سره د همږغي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۳:۵۲
Background image

د ميرويس خان نيکه پوهنتون اړوند د «ثالث عمر (رحمه الله) د طبیعي علومو علمي ـ څېړنیزې مجلې» لومړۍ ګڼه په آنلاین ډول نشر سوه

د ميرويس خان نيکه پوهنتون اړوند د «ثالث عمر (رحمه الله) د طبیعي علومو علمي ـ څېړنیزې مجلې» لومړۍ ګڼه په آنلاین ډول نشر سوه
په لومړي ځل د میرویس خان نیکه پوهنتون مجله د (ثالث عمر رحمه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۴:۰
Background image

استادانو او اداري کارکوونکو ته د Classroom او Google Drive په اړه معلوماتي سمینار وړاندې سو

 

نن ورځ د مسلکي پرمختیا مرکز آمریت او معلوماتي ټکنالوژۍ مدیریت په ګډه همکارۍ، د پوهنتون استادانو او اداري کارکوونکو ته د Google Classroom او Google Drive د کارونې په اړه یو ورځنی. . .

BACK TO NEWS