ه کابل پوهنتون سره د ګډو همکاریو هوکړه‌ لیک لاسلیک شو.

zabu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۴ - ۱۲:۸
هوکړه لیک

لنن سه شنبه چې د ۱۴۰۴/۴/۳نیټې سره سمون خوري، د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې او د کابل پوهنتون ترمنځ د ګډو همکاریو په موخه یو مهم هوکړه‌ لیک د کابل پوهنتون د علمي شورا د غونډو  په تالار کې لاسلیک شو.
یاد هوکړه لیک د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې رئیس الحاج روح الله مشال او د کابل پوهنتون رئیس دوکتور اسامه عزیز ترمنځ  په داسی حال کې لاسلیک شو، چې د کابل پوهنتون مرستیالان، د علمي شورا غړي او همدارنګه د زابل پوهنتون د بیلابیلو پوهنځیو استادانو ګډون درلود، د کابل پوهنتون قدرمن رئیس دوکتور اسامه عزیز یاد تفاهم لیک د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې او د کابل پوهنتون لپاره ارزښتناک یاد کړ او هیله یې څرګنده کړه ترڅو دا تفاهم لیک دواړو علمی مرکزونو ته ګټور واقع شي، د میرویس خان نیکه زابل  د لوړو زده کړو مؤسسې رئیس الحاج روح الله مشال په نیکو او علمي چارو کي تعاون او مرسته د مسلمانانو مکلفیت یاد کړ او زیاته یی کړه چې میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسه یو نوی ایجاد شوی علمي مرکز دی چې په ډېرو برخو کې د کابل پوهنتون  تجربو ته اړتیا لري نوموړې رئیس له خپله اړخه د هر اړخیزو همکاریو ډاډ ورکړ او هیله یې څرګنده کړه ترڅو دا تفاهم لیک په ښه ډول تطبیق او عملي سي. ددې تفهام لیک له مخې به دواړه علمي بنسټونه په علمي، اداري، څېړنیزو ، کیفیت لوړاوی او نورو ورته  برخو کې همکاري کوي او د دواړو علمي مرکزونو له امکاناتو او تجربو  څخه به د هیواد د ځوان نسل په سالمه روزنه کي اعظمي ګټه اخلي
د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي عمومې مدیریت

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۸
Background image

د ژوند له مشکلاتو او فشارونو سره د مبارزې تر سرلیک لاندې سمینار وړاندې سو 

د ژوند له مشکلاتو او فشارونو سره د مبارزې تر سرلیک لاندې سمینار وړاندې سو 
د علمي او محصلانو معاونیت اړوند د محصلینو د خدمتونو او همغږي مدیریت او د راونې مشاورې مرکز په همغږي سره د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۰:۲
Background image

له اړوندو سکتوري ادارو سره د همږغي لومړۍ غونډه تر سره سوه

له اړوندو سکتوري ادارو سره د همږغي لومړۍ غونډه تر سره سوه
د ميرويس خان نيکه پوهنتون-زابل د رهبرۍ په لارښوونه او د څېړنو او علمي مجلې آمريت په نوښت، له اړوندو سکتوري ادارو سره د همږغي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۳:۵۲
Background image

د ميرويس خان نيکه پوهنتون اړوند د «ثالث عمر (رحمه الله) د طبیعي علومو علمي ـ څېړنیزې مجلې» لومړۍ ګڼه په آنلاین ډول نشر سوه

د ميرويس خان نيکه پوهنتون اړوند د «ثالث عمر (رحمه الله) د طبیعي علومو علمي ـ څېړنیزې مجلې» لومړۍ ګڼه په آنلاین ډول نشر سوه
په لومړي ځل د میرویس خان نیکه پوهنتون مجله د (ثالث عمر رحمه. . .

BACK TO NEWS