د ممتازو محصلینو ستاینې او د ژبني کورسونو د فراغت غونډه ترسره شوه

zabu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۰ - ۱۵:۴۵
AS

نن چهار شنبه، د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د غونډو په عمومي تالار کې د ممتازو محصلینو د ستاینې او د ژبني کورسونو د فراغت غونډه په داسي حال کې ترسره شوه، چې په مهال یې د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې رئیس الحاج روح الله مشال، مالي او اداري معاون قاري محمدالدین انس، پوهنځیو رئیسانو، څانګو آمرینو، استادانو، کارمندانو او محصلینو شتون درلود.

غونډه د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت کولو سره پیل شوه، چې ورپسې د مؤسسې رئیس الحاج روح‌الله مشال محصلینو ته وینا وکړه او هغوی یې د زده‌کړو، اخلاقو او مسؤلیتونو په برخه کې وهڅول. وروسته د شرعیاتو پوهنځي رئیس مولوي عبدالصمد سیال خپل ارزښناکه نظریات او مشورې د محصلینو سره شریکې کړې.

غونډې ته د مؤسسې مبلغ مولوي محمد اسحاق مجاهد د "امر بالمعروف او نهی عن المنکر" په اړه یو علمي او ارزښناکه سمینار وړاندې کړ او همداراز د شرعیاتو پوهنځی استاد مولوي سلطان شاه خالد د لمانځه د اقامې اړوند یو دیني معلوماتي سمینار وړاندې کړ، وروسته د ممتازو محصلینو لپاره ستاینلیکونه توزیع شول، او د اقتصاد پوهنځي محصل خالد احمد د بېلګې محصل په توګه ونومول شو.

د غونډې په پای کې د ژبنيو لنډمهاله کورسونو له فارغ شویو محصلینو سره د فراغت اسناد شریک شول، چې دا نوښت د محصلینو د ژبني مهارتونو د پیاوړتیا لپاره یو مهم ګام بلل شوی. غونډه د دعا په ویلو سره پای ته ورسېده.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۸
Background image

د ژوند له مشکلاتو او فشارونو سره د مبارزې تر سرلیک لاندې سمینار وړاندې سو 

د ژوند له مشکلاتو او فشارونو سره د مبارزې تر سرلیک لاندې سمینار وړاندې سو 
د علمي او محصلانو معاونیت اړوند د محصلینو د خدمتونو او همغږي مدیریت او د راونې مشاورې مرکز په همغږي سره د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۰:۲
Background image

له اړوندو سکتوري ادارو سره د همږغي لومړۍ غونډه تر سره سوه

له اړوندو سکتوري ادارو سره د همږغي لومړۍ غونډه تر سره سوه
د ميرويس خان نيکه پوهنتون-زابل د رهبرۍ په لارښوونه او د څېړنو او علمي مجلې آمريت په نوښت، له اړوندو سکتوري ادارو سره د همږغي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۳:۵۲
Background image

د ميرويس خان نيکه پوهنتون اړوند د «ثالث عمر (رحمه الله) د طبیعي علومو علمي ـ څېړنیزې مجلې» لومړۍ ګڼه په آنلاین ډول نشر سوه

د ميرويس خان نيکه پوهنتون اړوند د «ثالث عمر (رحمه الله) د طبیعي علومو علمي ـ څېړنیزې مجلې» لومړۍ ګڼه په آنلاین ډول نشر سوه
په لومړي ځل د میرویس خان نیکه پوهنتون مجله د (ثالث عمر رحمه. . .

BACK TO NEWS