دخواخوږۍ او تسلیت پیغام!

zabu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱/۲۸ - ۱۱:۷

(وَبَشِّرِ الصَّابِرِينَ الَّذِينَ إِذَا أَصَابَتْهُم مُّصِيبَةٌ قَالُواْ إنا الِلّهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعون)

په ډیري خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ، چې د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د ښوونې او روزنې پوهنځی استاد عبدالرحیم امین پلار مرحوم امیر صاحب روح الله خان د ورپېښې ناروغۍ له امله د حق داعي ته لبیک ويلی؛ نو په همدې مناسبت د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې رياست او ټول پرسونل و مرحوم ته د ستر رب د سپیڅلي درباره جنت الفردوس، دوستانو، کورنۍ او خواخوږو ته یې د الله جل جلاله له دربار څخه د صبر جمیل غوښتونکي دي او په دې لوی غم کې له استاد عبدالرحیم امین او کورنۍ سره يې ځان شریک او ورته د خواخوږۍ او تسلیت مراتب وړاندي کوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۱۴:۹
Background image

استادانو ته په څېړنه کې د مأخذ لیکنې سافټوېر تر سرلیک لاندې یو ورځنی ورکشاپ وړاندې سو

 

نن ورځ د مسلکي پرمختیایې مرکز د پلان له مخې د میرویس خان نیکه پوهنتون ټولو استادانو ته  په څېړنه کې د مأخذ لیکنې سافټوېر تر سرلیک لاندې یو ورځنی علمي سمینار وړاندې سو.

یاد ورکشاپ چې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۵:۲
Background image

په زابل پوهنتون کې د څه باندې شل (۲۰) میلیونه افغانیو په ارزښت د جامع جومات د جوړېدو چارې رسماً پیل سوې 


د لوړو زده کړو وزارت د ځانګړې پاملرنې،  د پوهنتون د رهبري او اړونده اداري کارکوونکو  په هڅو سره، د میرویس خان نیکه پوهنتون د علمي او دیني چاپېریال د لا پیاوړتیا په موخه، د شل (۲۰). . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۹:۵۷
Background image

استادانو ته د معتبرو نړیوالو ژورنالونو د پېژندنې په اړه علمي سمینار وړاندې سو

استادانو ته د معتبرو نړیوالو ژورنالونو د پېژندنې په اړه علمي سمینار وړاندې سو
د میرویس خان نیکه پوهنتون د علمي کادر غړو د علمي ظرفیت لوړولو او د څېړنیزو فعالیتونو د پیاوړتیا په موخه، د. . .

BACK TO NEWS