د مؤسسې ټول پرسونل ته اصلاحي دوه ورځنی سمینار پیل شو.

zabu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۵/۳۰ - ۱۰:۲۰
as

نن سه شنبه، د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د غونډو په عمومي تالار کې د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې رهبري، کادري، اداري او خدماتي کارکونکو لپاره د اصلاحي دوه ورځنی سمینار په داسي حال کې پیل شو، چې د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې رئیس الحاج روح الله مشال، علمي مرستیال نوماند پوهنیار بهاؤالحق عزام، استادانو، اداري او خدماتي کارمندانو، د علماؤ شورا رئیس مولوی عزیزالله طیب او ځینو مشایخو حضور درلود.

سمینار د شرعیاتو پوهنځی رئیس مولوی عبدالصمد سیال له لوري د قرانکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل او ورپسي د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې رئیس الحاج روح الله مشال پیليزه وینا وکړه او د خپلو خبرو په مهال یې وویل؛ یاد اصلاحي سمینار د پوهنتون د ټولو غړو لپاره وړاندي کيږي او ټول باید پر وخت ځانونه حاضر او يو څه ترې زده او عمل پرې وکړو.

وروسته مولوی مفتی آغاصاحب خپله عالمانه وینا و ګډونوالو ته واوروله او هغو ته یې په ځانو کې د هراړخیزې اصلاح او خپل ځانونه د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) پر سیرت او صورت برابرولو وویل او ورپسي د علماؤ شورا رئیس مولوی عزیزالله طیب له لورې اصلاحي بیان وړاندي شو، چې د بیان په مهال یې د اسلامي فرهنګ اړوند موضوعات جهاد، امر بالمعروف والنهي عن المنكر، ستر او سلام اچولو په هکله معلومات وړاندي کړل. همدارنګه، مولوی مفتي ضیاؤالرحمن بیا د اسلام، ایمان، اخلاص، احسان، بیعت، او د امر اطاعت موضوعاتو باندي تقریر وړاندي کړ.

د یاد سمینار لومړۍ ورځ د دوعا په ویلو سره پای ته ورسېده، هیره دې نه وي چې سبا به هم یاد سمینار جریان ولري.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۳:۴۶
Background image

د ژمنلیک د ښه تطبیق په موخه له محصلینو سره غونډه ترسره سوه 

د ژمنلیک د ښه تطبیق په موخه له محصلینو سره غونډه ترسره سوه 
د میرویس خان نیکه پوهنتون ـ زابل د علمي او محصلانو چارو مرستیال، مفتي عزت الله نوري صاحب، له محصلینو سره د ژمنلیک د ښه تطبیق. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۸
Background image

د ژوند له مشکلاتو او فشارونو سره د مبارزې تر سرلیک لاندې سمینار وړاندې سو 

د ژوند له مشکلاتو او فشارونو سره د مبارزې تر سرلیک لاندې سمینار وړاندې سو 
د علمي او محصلانو معاونیت اړوند د محصلینو د خدمتونو او همغږي مدیریت او د راونې مشاورې مرکز په همغږي سره د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۰:۲
Background image

له اړوندو سکتوري ادارو سره د همږغي لومړۍ غونډه تر سره سوه

له اړوندو سکتوري ادارو سره د همږغي لومړۍ غونډه تر سره سوه
د ميرويس خان نيکه پوهنتون-زابل د رهبرۍ په لارښوونه او د څېړنو او علمي مجلې آمريت په نوښت، له اړوندو سکتوري ادارو سره د همږغي. . .

BACK TO NEWS