د علمي څیړنو لپاره د پروپوزل لیکنې درې ورځنی ورکشاپ پیل شو

zabu_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۵ - ۱۰:۱۳
as

نن ورځ دوشنبه د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې، د مسلکي پرمختیايي مرکز په کنفرانس خونه کې د څیړنې آمریت، مسلکي پرمختیا مرکز آمریت او څیړنې کمیټې په ګډو همکاریو، د پوهنځیو استادانو ته د علمي څیړنو لپاره د پروپوزل لیکنې درې ورځنی ورکشاپ پیل شو.

ورکشاپ د قرانکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل، چې د څیړنې کمیټې څخه پوهنیار ضیاء الاسلام نوبهار د یاد ورکشاپ اړوند د عنوان ټاکل او سریزې لیکل او ورپسې د مسلکي پرمختیایې مرکز آمر نوماند پوهنیار عبدالنافع همت پروپوزل پیژندنه، اهمیت او اهدافو په هکله له ګډونوالو سره معلومات شریک کړل.

د استادانو پوښتنو ته تر ځواب ویلو وروسته لومړۍ ورځ د دعا په ویلو سره پای ته ورسیده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۲ - ۱۳:۵۰
Background image

محصلینو ته  ( اعتماد پر نفس او انګېزه څه ده) تر عنوان لاندې یو ورځنی سمینار وړاندې شو.

 

د میرويس خان نيکه پوهنتون د محصلانو خدمتونو او همغږي آمریت اړوند د رواني مشورې ورکولو مرکز له لوري  محصلینو ته  ( اعتماد پر نفس او انګېزه څه ده) تر عنوان لاندې یو ورځنی سمینار وړاندې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۱ - ۱۲:۲۱
Background image

د اقتصاد پوهنځي محصلينو د عملي کار په موخه له زابل اقتصاد رياست څخه ليدنه وکړه!

 اقتصاد پوهنځي محصلينو د عملي کار په موخه له زابل اقتصاد رياست څخه ليدنه وکړه!
د میرویس خان نیکه پوهنتون، د اقتصاد پوهنځي او د محصلینو د خدمتونو او همغږۍ عمومي مدیریت په ګډه همکاري سره،. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۰ - ۱۴:۳۱
Background image

محصلینو ته د (حقوقي لیکنې) تر عنوان لاندې درې ورځنی ورکشاپ پیل شو

 

 

نن شنبه چې د 1404/8/10  نيټې سره برابره ده، د میرویس خان نیکه پوهنتون، د شرعياتو پوهنځی محصلينو ته د (حقوقي لیکنې) اړوند درې ورځنی ورکشاف پيل شو.

یاد ورکشاپ چې د محصلینو د. . .

BACK TO NEWS