په ميرویس خان نیکه زابل دلوړو زدکړو مؤسسه کښې د علمای کرامو د عالیه او خامسه درجو ازموینه نن واخیستل شوه

zabu_admin
جمعه ۱۴۰۲/۱۱/۲۰ - ۹:۳۵
zx

زابل ولایت کې د علمای کرامو دعالیه او خامسه ازموینه نن جمعه ۱۴۴۵/۷/۲۸هــ ق په داسي حال کې واخیستل شوه، چي د پيل پر مهال يې دزابل ولايت د پوهني رئیس، د ازموینې ملی اداري څخه راغلي محترم پلاوي او دمؤسسې دپوهنځيو رئیسانو، استادانو او اداري کارمندانو شتون درلود.

د پرانیستې په مراسمو کې د دزابل ولايت د پوهني رئیس مولوی ګل ولی متقي وویل، چې دا ازموینه چې د عاليه او خامسه درجو د علمي سویی د تثبیت لپاره اخستل کېږي د هیواد په کچه ازموینه ده، چې د علمای کرامو څخه د دوی د سویې د معلومولو لپاره اخستل کیږی.

همدارنګه د امتحاناتو ملي اداری نماينده رحمت الله محمدی وويل چي د ازموینې پروسه په پوره ډول باندي شفافه او سوالونه یې لاک او مهرد امتحاناتو ملي ادری او دلوړو زده کړو وزارت پلاوي له لوري څخه راوړل شوي او ازموینه به یې هم په شفاف ډول باندي اخستل کېږي او د ازموینې له ټولو ګډونوالو څخه یې غوښتنه وکړه، چې یو او بل ته له نقل ورکولو څخه ځان وساتئ او پرچۍ مو د خپل استعداد او محنت له مخې حل کړئ.

ياده ازموينه د امتحاناتو دملي اداری دپلان سره سم چي تیره ورځ يې بایومتریک تر سره شوی وو او نن يې ازموينه واخیستل شوه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۳:۴۶
Background image

د ژمنلیک د ښه تطبیق په موخه له محصلینو سره غونډه ترسره سوه 

د ژمنلیک د ښه تطبیق په موخه له محصلینو سره غونډه ترسره سوه 
د میرویس خان نیکه پوهنتون ـ زابل د علمي او محصلانو چارو مرستیال، مفتي عزت الله نوري صاحب، له محصلینو سره د ژمنلیک د ښه تطبیق. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۸
Background image

د ژوند له مشکلاتو او فشارونو سره د مبارزې تر سرلیک لاندې سمینار وړاندې سو 

د ژوند له مشکلاتو او فشارونو سره د مبارزې تر سرلیک لاندې سمینار وړاندې سو 
د علمي او محصلانو معاونیت اړوند د محصلینو د خدمتونو او همغږي مدیریت او د راونې مشاورې مرکز په همغږي سره د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۰:۲
Background image

له اړوندو سکتوري ادارو سره د همږغي لومړۍ غونډه تر سره سوه

له اړوندو سکتوري ادارو سره د همږغي لومړۍ غونډه تر سره سوه
د ميرويس خان نيکه پوهنتون-زابل د رهبرۍ په لارښوونه او د څېړنو او علمي مجلې آمريت په نوښت، له اړوندو سکتوري ادارو سره د همږغي. . .

BACK TO NEWS