میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسه کې په ازموینو کې د محصلینو د اضطراب(انديښنو) اړوند سمینار وړاندي شو

zabu_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۶ - ۱۱:۳۷
as

نن شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۶ نېټه د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د غوڼدو په تالار کښې د يادې مؤسسې و محصلینو ته د (د محصلینو د خدماتو د همغږۍ) کمیټې له لوري په ازموينو کښې د اضطراب(انديښنې) تر سرلیک لاندی یو ورځنی سمینار وړاندي شو.

د ازموينې پر مهال د محصل تر فشار لاندی راتګ، د ازموینې پر مهال ويره او د ازموینې اړوند انديښنې هغه موارد وه، چې په ياد سمینار کې پرې معلومات او حل لاری د محصلینو سره شریک شول.

د يادونې وړ ده چې د همدغې کميټې له لوری به د اړتیا پر وخت و محصلینو ته په مختلفو تحصیلي، رواني، سپورتي او تحقیق سره د اشنایي په برخو کې همداسي نور سمینارونه هم وړاندی شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۸ - ۱۱:۴۳
Background image

د میرویس خان نیکه پوهنتون د « ثالث عمر رح» ملي مجلې اجازه لیک ترلاسه کړ!

 

د استادانو د څېړنو او علمي مقالو د خپرولو په موخه د پوهنتون رهبري په هڅو سره، له لوړو زده کړو محترم وزارت څخه د پوهنتون لپاره د « ثالث عمر رح» په نوم ملي او علمي مجلې اجازه لیک. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۹:۲۹
Background image

د پوهنتون رهبري، استادانو او اداري کارکوونکو ته درې ورځنی اصلاحي سمینار پای ته ورسېد!


د لوړو زده کړو وزارت له هدایت سره سم د دعوت او ارشاد آمریت له لوري د میرویس خان نیکه پوهنتون رهبري، استادانو، اداري او خدماتي کارکوونکو ته درې ورځنی اصلاحي سمینار نن ورځ پای ته ورسېد.
. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۳ - ۱۴:۲۳
Background image

د پایلو پر بنسټ زدکړه او محصل محوره زده کړې لس ورځنی علمي او مسلکي ورکشاپ پیل شو.

 

نن ورځ د میرویس خان نیکه پوهنتون، زابل استادانو ته د پایلو پربنسټ او محصل محوره زده کړې په تړاو لس ورځنی علمي او مسلکي ورکشاپ د پوهنتون په انګړ کې په داسې حال کې  پیل شو، چې په مهال. . .

BACK TO NEWS