محصلینو ته د اسلامي امت د ضعف اسباب او فرهنګي یرغل تاثیراتو تر سرلیک لاندې سمینار وړاندې سو

zabu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۲۲:۱۰
د اسلامي امت د ضعف اسباب

محصلینو ته د اسلامي امت د ضعف اسباب او فرهنګي یرغل تاثیراتو تر سرلیک لاندې سمینار وړاندې سو
د نشراتو او کلتوري چارو عمومي کميټې د پلان له مخې د پوهنتون محصلینو ته د فکري ویښتیا او د اسلامي ټولنې د اوسني وضعیت په اړه د عامه پوهاوي په موخه، (د اسلامي امت د ضعف اسباب او د فرهنګي یرغل تاثیرات) تر سرلیک لاندې سمینار وړاندې سو.
یاد سمینار د اقتصاد پوهنځي محصل چې د پوهنتون په کچه ممتاز محصل دی، خالد احمد الماس وړاندې کړ.
نوموړي د سمینار په پیل کې د اسلامي امت پر پېژندنه، د اسلامي تمدن پیل، مختلفي دورې یې او د اسلامي امت د زوال په اسبابو باندې تفصیلي معلومات وړاندې کړل، نوموړي د اسلامي امت د زوال داخلي او خارجي عوامل او اسباب تشریح کړل، چې د بهرنيو عواملو له جملې څخه یې صلیبي جګړې، د تاتاریانو هجوم، اروپایې استعمار ، فکري جګړې، ختیځ پوهنه، سیکولریزم او غرب ګرایې باندې معلومات وړاندې کړل.
نوموړي د سمینار په وروستۍ برخه کې د فرهنګي یرغل تاثیرات په عقیده، اخلاقو او ټولنیزو چارو باندې په لنډه توګه د سمینار ګډونوالو ته بیان کړل.
نېټه: 1405/3/19
د نشراتو او عامه پوهاوي مدیریت.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۳:۴۶
Background image

د ژمنلیک د ښه تطبیق په موخه له محصلینو سره غونډه ترسره سوه 

د ژمنلیک د ښه تطبیق په موخه له محصلینو سره غونډه ترسره سوه 
د میرویس خان نیکه پوهنتون ـ زابل د علمي او محصلانو چارو مرستیال، مفتي عزت الله نوري صاحب، له محصلینو سره د ژمنلیک د ښه تطبیق. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۸
Background image

د ژوند له مشکلاتو او فشارونو سره د مبارزې تر سرلیک لاندې سمینار وړاندې سو 

د ژوند له مشکلاتو او فشارونو سره د مبارزې تر سرلیک لاندې سمینار وړاندې سو 
د علمي او محصلانو معاونیت اړوند د محصلینو د خدمتونو او همغږي مدیریت او د راونې مشاورې مرکز په همغږي سره د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۰:۲
Background image

له اړوندو سکتوري ادارو سره د همږغي لومړۍ غونډه تر سره سوه

له اړوندو سکتوري ادارو سره د همږغي لومړۍ غونډه تر سره سوه
د ميرويس خان نيکه پوهنتون-زابل د رهبرۍ په لارښوونه او د څېړنو او علمي مجلې آمريت په نوښت، له اړوندو سکتوري ادارو سره د همږغي. . .

BACK TO NEWS