د کندز پوهنتون محصلانو د خپل علمي سیر په لړ کې د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې څخه لیدنه وکړه.

zabu_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۳ - ۱۶:۱۹
AS

نن ورځ دوشنبه، د کندز پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال ښاغلی پوهنیار ضیاءالدین سیرت په مشرۍ او لارښوونه، د محصلانو خدمتونو د انسجام آمریت په همکارۍ، د ځینو پوهنځیو رئیسانو، دیپارټمنټونو آمرینو، استادانو، د دعوت او ارشاد آمر او دبېلابېلو پوهنځیو محصلانو په ګډون د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې له علمي او اداري برخو څخه لیدنه وکړه.

یاده لیدنه په داسي حال کې وشوه چې د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې علمي او محصلانو چارو مرستیال او د پوهنځیو رئیسانو حضور درلود. د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې رهبرۍ غړو په خپلو خبرو کې راغلو میلمنو ته ښه راغلاست ووایه، د علمي سفرونو په ارزښت یې خبرې وکړې او دغه چاره یې د محصلینو په روزنه کې ګټوره وبلله او وروسته د کندز پوهنتون محصلینو سره راغلو لارښود استادانو او نورو غړو د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې له رهبري مننه وکړه، چې د دوی محصلینو ته یې د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې څخه د لیدنې زمینه برابره کړه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۳:۴۶
Background image

د ژمنلیک د ښه تطبیق په موخه له محصلینو سره غونډه ترسره سوه 

د ژمنلیک د ښه تطبیق په موخه له محصلینو سره غونډه ترسره سوه 
د میرویس خان نیکه پوهنتون ـ زابل د علمي او محصلانو چارو مرستیال، مفتي عزت الله نوري صاحب، له محصلینو سره د ژمنلیک د ښه تطبیق. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۸
Background image

د ژوند له مشکلاتو او فشارونو سره د مبارزې تر سرلیک لاندې سمینار وړاندې سو 

د ژوند له مشکلاتو او فشارونو سره د مبارزې تر سرلیک لاندې سمینار وړاندې سو 
د علمي او محصلانو معاونیت اړوند د محصلینو د خدمتونو او همغږي مدیریت او د راونې مشاورې مرکز په همغږي سره د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۰:۲
Background image

له اړوندو سکتوري ادارو سره د همږغي لومړۍ غونډه تر سره سوه

له اړوندو سکتوري ادارو سره د همږغي لومړۍ غونډه تر سره سوه
د ميرويس خان نيکه پوهنتون-زابل د رهبرۍ په لارښوونه او د څېړنو او علمي مجلې آمريت په نوښت، له اړوندو سکتوري ادارو سره د همږغي. . .

BACK TO NEWS