د کرهڼې پوهنځي د څلورم ټولګي د محصلينو د پروپوزلونو د دفاع لړۍ پيل شوه

zabu_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۳ - ۱۰:۴۹
sa

پرون ورځ شنبه د میروس خان نیکه زابل دلوړو زده کړو مؤسسې د مسلکي پرمختیايي مرکز په کنفرانس خونه کې د څلورم ټولګي د محصلينو د پروپوزلونو د دفاع لړۍ، د څېړنې کمېټې په نوښت، د پیلیزې غونډي په نیولو سره په داسي حال کې پيل شوه، چې پر مهال یې د میرویس خان نیکه زابل دلوړو زده کړو مؤسسې رئیس الحاج روح الله مشال، د کرهڼې پوهنځی رئیس، استادانو او محصلینو حضور درلود.

ياده غونډه د قرآنکريم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پيل شوه، چې په پیلیزه وینا کې یې د ميرويس خان نيکه زابل د لوړو زدکړو مؤسسې رئيس الحاج روح الله مشال په ټولنه کې د څېړنو پر اهمیت خبرې وکړې او محصلين يې خپلو څېړنيزو مسئوليتونو ته متوجې کړل؛ تر څو خپلې څېړنيزې کړنې د څيړنو د اصولو سره سمې ترسره کړي او په حقيقي ډول په مسلکي لحاظ د ټولنې شته ستونزو ته د حل لاره چاره پيدا کړي او همدارنګه یې محصلينو ته د ښه معياري څېړنو د ترسره کولو لارښوونه هم وکړه.

وروسته اووه تنو محصلينو د خپل څيړنيز پروپوزلونو څخه دفاع وکړه چې په اخره کې د څیړنې کمېټې مشر پوهنيار ضياءالاسلام نوبهار او نورو غړو لخوا تر ځینو لارښونو وروسته مثبت ارزيابي او په راتلونکي کې ورته د لوي رب څخه ورته د لابرياوو غوښتنه وکړه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۳:۴۶
Background image

د ژمنلیک د ښه تطبیق په موخه له محصلینو سره غونډه ترسره سوه 

د ژمنلیک د ښه تطبیق په موخه له محصلینو سره غونډه ترسره سوه 
د میرویس خان نیکه پوهنتون ـ زابل د علمي او محصلانو چارو مرستیال، مفتي عزت الله نوري صاحب، له محصلینو سره د ژمنلیک د ښه تطبیق. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۸
Background image

د ژوند له مشکلاتو او فشارونو سره د مبارزې تر سرلیک لاندې سمینار وړاندې سو 

د ژوند له مشکلاتو او فشارونو سره د مبارزې تر سرلیک لاندې سمینار وړاندې سو 
د علمي او محصلانو معاونیت اړوند د محصلینو د خدمتونو او همغږي مدیریت او د راونې مشاورې مرکز په همغږي سره د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۰:۲
Background image

له اړوندو سکتوري ادارو سره د همږغي لومړۍ غونډه تر سره سوه

له اړوندو سکتوري ادارو سره د همږغي لومړۍ غونډه تر سره سوه
د ميرويس خان نيکه پوهنتون-زابل د رهبرۍ په لارښوونه او د څېړنو او علمي مجلې آمريت په نوښت، له اړوندو سکتوري ادارو سره د همږغي. . .

BACK TO NEWS