د پوهنځیو له رئیسانو او تدریسي مدیرانو سره د همغږۍ غونډه ترسره کړه.

zabu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۷ - ۱۷:۵۵
د پوهنځیو له رئیسانو او تدریسي مدیرانو سره د همغږۍ غونډه ترسره کړه.

د پوهنځیو له رئیسانو او تدریسي مدیرانو سره د همغږۍ غونډه ترسره کړه.

د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د علمي او محصلانو چارو  محترم معاون  مولوي بهاؤالحق عزام د یادې مؤسسې د پوهنځیو له رئیس صاحبانو او تدریسي مدیر صاحبانو سره د همغږۍ غونډه ترسره کړه.

یاده غونډه د قرآن کریم په تلاوت سره پیل او وروسته د علمي او محصلانو چارو معاون د غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست وروسته خپله پیلیزه وینا په داسي حال کې وړاندې کړه چې نوموړو رئیس صاحبانو او تدریسي مدیرصاحبانو ته یې د کارونو پر وخت ترسره کول، د ازموینو بهیر ته پوره پاملرنه، د ازموینو د نمرو رسول HIMSسیستم ته او دې ته ورته نورې سپارښتني وړاندې کړې.

وروسته د غونډې ګډونوالو هم په نوبت سره د اجنډا پر موضوعاتو باندې خپل نظرونه وړاندې کړل او یو شمېر مهمې پرېکړي يې وکړې چې په دې سره یاده غونډه د دعا په ویلو سره پای ته ورسېده.

نېټه: ۱۴۰۴/۴/۱۷

د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي مدیریت

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۳ - ۱۴:۲۳
Background image

د پایلو پر بنسټ زدکړه او محصل محوره زده کړې لس ورځنی علمي او مسلکي ورکشاپ پیل شو.

 

نن ورځ د میرویس خان نیکه پوهنتون، زابل استادانو ته د پایلو پربنسټ او محصل محوره زده کړې په تړاو لس ورځنی علمي او مسلکي ورکشاپ د پوهنتون په انګړ کې په داسې حال کې  پیل شو، چې په مهال. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۶ - ۱۴:۱۶
Background image

د علماء کرامو او فاضلانو د عاليه او عالمیه دورو ازموینې پیل شوې!

 

د علما‌ء کرامو او فاضلانو د عاليه او عالمیه دورو ازموینې نن شنبه د ولايت مقام د استازي، د میرویس خان نیکه پوهنتون، علماوو شورا، جهادي جامعې او پوهنې د رئيسانو او  مديره هيئت په شتون. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۴:۴۷
Background image

استادانو ته د علمي لیکنو او څېړنو د ترسره کولو اړوند یو ورځنی ورکشاپ وړاندې شو

 

د څېړنو او علمي مجلي د پلان سره سم د پوهنتون د معلوماتي ټکنالوژي په تالار کې د شرعیاتو پوهنځی استادانو ته یو ورځنی څېړنېز ورکشاپ وړاندې شو.

یاد  ورکشاپ چې د قرآنکریم په تلاوت سره. . .

BACK TO NEWS