د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د لیلیې د احاطوي دیوال د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

zabu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۵ - ۱۲:۲
as

 

د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د لیلیې د احاطوي دیوال د جوړولو د بنسټ ډبره د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې په داسي حال کې کېښودل شوه چې په مهال یې د زابل ولایت مرستیال والي الحاج محب الله حماس، د زابل ولایت مستوفي، د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې رئیس الحاج روح الله مشال، د مالي او اداري چارو معاون، د علمي او محصلانو چارو معاون، د پوهنځیو رئیسانو، امرینو، استادانو او اداري کارمندانو ګډون درلود.

د مراسمو پیل د قرانکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره وشو او ورپسي د زابل مرستیال والي الحاج محب الله حماس په خپلو خبرو کې د لیلیې د احاطوي دیوال پر اهمیت خبري وکړي او ویې ویل چې دا پروژه به د محصلینو لپاره یو خوندي او آرام زده کړه‌ییز چاپېریال رامنځته کړي، هغه زیاته کړه چې د دې دیوال ژر جوړېدل د محصلینو اړتیاوو ته د پام وړ ځواب ویلی شي او د دې پروژې بشپړول به د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د پرمختګ په لور یو مهم ګام وي.

وروسته د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې رئیس الحاج روح الله مشال د پروژې په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل چې د دیوال عملي چاري به راتلونکی پسرلی پیل شي او دا دیوال به د یو کیلومتر په شاوخوا کې جوړ شي او د تطبیق لپاره یې ۸ میلیونه افغانۍ ځانګړې شوې دي، نوموړي وویل چې د احاطوي دیوال جوړېدل به د لیلیې د امنیت ترڅنګ د محصلینو لپاره یو منظم چاپېریال برابر کړي.

د مراسمو په پای کې د ګډونوالو له لوري د بنسټ ډبرې د کېښودو مراسم ترسره شول او د دې پروژې د بریا او د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې په وده کې د نورو پرمختګونو لپاره دعا وشوه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۸ - ۱۱:۴۳
Background image

د میرویس خان نیکه پوهنتون د « ثالث عمر رح» ملي مجلې اجازه لیک ترلاسه کړ!

 

د استادانو د څېړنو او علمي مقالو د خپرولو په موخه د پوهنتون رهبري په هڅو سره، له لوړو زده کړو محترم وزارت څخه د پوهنتون لپاره د « ثالث عمر رح» په نوم ملي او علمي مجلې اجازه لیک. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۹:۲۹
Background image

د پوهنتون رهبري، استادانو او اداري کارکوونکو ته درې ورځنی اصلاحي سمینار پای ته ورسېد!


د لوړو زده کړو وزارت له هدایت سره سم د دعوت او ارشاد آمریت له لوري د میرویس خان نیکه پوهنتون رهبري، استادانو، اداري او خدماتي کارکوونکو ته درې ورځنی اصلاحي سمینار نن ورځ پای ته ورسېد.
. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۳ - ۱۴:۲۳
Background image

د پایلو پر بنسټ زدکړه او محصل محوره زده کړې لس ورځنی علمي او مسلکي ورکشاپ پیل شو.

 

نن ورځ د میرویس خان نیکه پوهنتون، زابل استادانو ته د پایلو پربنسټ او محصل محوره زده کړې په تړاو لس ورځنی علمي او مسلکي ورکشاپ د پوهنتون په انګړ کې په داسې حال کې  پیل شو، چې په مهال. . .

BACK TO NEWS