د محصلینو ته د بنګو زیانونه تر عنوان لاندې سمینار وړاندې شو

zabu_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۴ - ۱۱:۳۱
د محصلینو ته د بنګو زیانونه تر عنوان لاندې سمینار وړاندې شو

د محصلینو ته د بنګو زیانونه تر عنوان لاندې سمینار وړاندې شو

د میرویس خان نیکه زابل پوهنتون د شرعیاتو پوهنځی لخو محصلینو ته (د بنګو زیانونه) تر عنوان لاندې سمینار وړاندې شو

یاد سمینار لومړی د قرآن کریم په تلاوت سره پیل او ورپسې د شرعیاتو پوهنځی استاد محترم مولوي نقیب الله خادم الاسلام محصلینو ته د سمینار موضوعات تشریح کړل، نوموړ‎ي د سمینار د وړاندې کولو پرمهال محصلینو ته د بنګو تاریخ، د بنګو کښت، د بنګو اخیستل او خرڅول په اسلامي شرعت کې  تشریح کړل.

د یادوني وړ ده چې د افغانستان اسلامي امارت په راتګ سره په هیواد کې ټول نشه یې توکي بند شول په دې برخه کې د امیرالمؤمنین حفظه الله فرمانونه هم صادر شول چې له دې فرمانونو څخه یو فرمان د بنګو په اړه هم و په همدې اساس د شرعیاتو پوهنځی په هڅه سره محصلینو ته یاد سمنیار وړاندې شو.

نېټه: ۱۴۰۴/۷/۲۴

د نشراتو او عامه پوهاوي مدیریت.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۰:۲
Background image

له اړوندو سکتوري ادارو سره د همږغي لومړۍ غونډه تر سره سوه

له اړوندو سکتوري ادارو سره د همږغي لومړۍ غونډه تر سره سوه
د ميرويس خان نيکه پوهنتون-زابل د رهبرۍ په لارښوونه او د څېړنو او علمي مجلې آمريت په نوښت، له اړوندو سکتوري ادارو سره د همږغي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۳:۵۲
Background image

د ميرويس خان نيکه پوهنتون اړوند د «ثالث عمر (رحمه الله) د طبیعي علومو علمي ـ څېړنیزې مجلې» لومړۍ ګڼه په آنلاین ډول نشر سوه

د ميرويس خان نيکه پوهنتون اړوند د «ثالث عمر (رحمه الله) د طبیعي علومو علمي ـ څېړنیزې مجلې» لومړۍ ګڼه په آنلاین ډول نشر سوه
په لومړي ځل د میرویس خان نیکه پوهنتون مجله د (ثالث عمر رحمه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۴:۰
Background image

استادانو او اداري کارکوونکو ته د Classroom او Google Drive په اړه معلوماتي سمینار وړاندې سو

 

نن ورځ د مسلکي پرمختیا مرکز آمریت او معلوماتي ټکنالوژۍ مدیریت په ګډه همکارۍ، د پوهنتون استادانو او اداري کارکوونکو ته د Google Classroom او Google Drive د کارونې په اړه یو ورځنی. . .

BACK TO NEWS