د لوړو زده کړو محترم وزیر په زابل پوهنتون کې د رهبرۍ، استادانو اداري کارکوونکو او محصلینو یوې سترې غونډې ته وینا وکړه

zabu_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۸ - ۹:۱
د لوړو زده کړو وزیر

د لوړو زده کړو محترم وزیر په زابل پوهنتون کې د رهبرۍ، استادانو اداري کارکوونکو او محصلینو یوې سترې غونډې ته وینا وکړه
د لوړو زده کړو محترم وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب زابل ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د زابل پوهنتون کې یوې سترې غونډې ته په داسې حال کې وینا وکړه، چې د زابل یو شمېر ولایتي ادارو مسؤلینو، د پوهنتون مسؤلینو او ګڼ شمېر محصلینو پکې ګډون درلود.
د لوړو زده کړو وزارت محترم وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب، د وینا پرمهال یاد ولایت ته د خپل سفر موخه د زابل پوهنتون د چارو عمومي ارزونه، د مسؤلینو او محصلینو ستونزې اورېدل او په ګډه ورته د حل او پرمختګونو لارو چارو پیدا کول یاد کړل.
محترم شیخ صاحب محصلینو ته هر اړخیزې لارښوونې وکړې او ترې ویې غوښتل، چې د مسلکي درسونو ترڅنګ په دین کې هم پوره پوهه ترلاسه کړي. هغه محصلینو ته د عقیدې د ساتلو په اړه ټینګار وکړ او ورته یې وویل، چې هر ډول مادي تاوان په ځان ومني خو په هېڅ قیمت له خپلې عقیدې تېر نه شي.
د لوړو زده کړو محترم وزیر د د ځوانانو مسلکي روزنې ترڅنګ د هغوی په فکري او عقیدوي روزنې هم ټنیګار وکړ او زیاته یې کړه، چې په کور دننه مو د فوق لېسانس برنامې ایجاد کړي دي او په دې باور لرو چې د یادو برنامو په توسط به په نږدې راتلونکي کې د بهرنیو استادانو له احتیاجه خلاص شو.
په غونډه کې همدارنګه د زابل مرستیال والي مولوي فیض الله تمیم د لوړو زده کړو وزارت ستر پرمختګونه وستایل او محصلینو ته په لارښوونو کې یې وویل، چې زموږ لومړی مسؤلیت د الله ﷻ عبادت کول او په قران منګولې ټینګول دي.
نېټه: شنبه
۱۴۴۸ هـ.ق د ربیع الاول ۱۵ مه
۱۴۰۵ هـ.ش د سنبلې ۷ مه

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۸ - ۹:۱
Background image

د لوړو زده کړو محترم وزیر په زابل پوهنتون کې د رهبرۍ، استادانو اداري کارکوونکو او محصلینو یوې سترې غونډې ته وینا وکړه

د لوړو زده کړو محترم وزیر په زابل پوهنتون کې د رهبرۍ، استادانو اداري کارکوونکو او محصلینو یوې سترې غونډې ته وینا وکړه
د لوړو زده کړو محترم وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب زابل. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲ - ۲۱:۴۰
Background image

نویو محصلینو ته د ښه راغلاست او د پوهنتون د تأسیس د ورځي لمانځغونډه ترسره سوه

نویو محصلینو ته د ښه راغلاست او د پوهنتون د تأسیس د ورځي لمانځغونډه ترسره سوه
نن ورځ د میرویس خان نیکه پوهنتون رهبري، نویو راکامیاب شویو محصلینو ته د ښه راغلاست غونډه ترسره کړه. 
یاده. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۴:۳۹
Background image

د پوهنتون اداري کارکوونکو ته د دندو د لایحې په اساس پلان جوړول  او راپور ورکولو تر سرلیک لاندې یو ورځنی ورکشاپ وړاندې سو

د پوهنتون اداري کارکوونکو ته د دندو د لایحې په اساس پلان جوړول  او راپور ورکولو تر سرلیک لاندې یو ورځنی ورکشاپ وړاندې سو

د پوهنتون د اداري چارو د لا ښه تنظیم او د کاري پلانونو د معیاري. . .

BACK TO NEWS