د قوشتپې کانال تر عنوان لاندې د واليبال سيالۍ پېل شوې

zabu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۳/۲ - ۱۰:۳۲
as

پرون ورځ سه شنبه، د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د والیبال په لوبغالې کې د یادې مؤسسې د ټولو پوهنځیو د ورزش د ټیمونو تر منځ، د ورزش کميټې له لوري د (قوشتپې کانال ) تر عنوان لاندي سیالۍ پېل شوې.

ياد ټورنمنټ چې د يوې غونډې په ترڅ کې د اقتصاد او ښوونې او روزنې پوهنځیو په لوبه پرانيستل شو، چې په مهال يې د پوهنځيو رئيسانو، استادانو ،مديرانو او د ورزش د کميټې مسؤولينو ګډون درلود.

د سپورټ د کمیټې آمر نوماند پ،هنیار محمد اسحاق سعادت لخوا ټولو ګډونوالو ته د ښه را غلاست تر څنګ و محصلينو ته د لوبو په جريان کې په صميميت، ورورولي، د اکاډميکو او ورزشي اخلاقو په رعايت ټينګار وکړ. همدارنګه یې د ورزش د کمیټې مسؤولینو او له ټولو همکارانو څخه مننه وکړه، چې تل یې په اکاډمیکو چارو کې ورسره همغږي او په اکمال کې مرسته کړې.

د يادولو وړ ده چي يادې سیالۍ به د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د څلورو پوهنځیو ترمنځ جریان لری چې په کې څلور لوبډلې شاملې دي چي لوبې به يې په دوو پړاونو کې ترسره او د یوې هفتې په جريان کې ختمې شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۱ - ۱۲:۲۱
Background image

د اقتصاد پوهنځي محصلينو د عملي کار په موخه له زابل اقتصاد رياست څخه ليدنه وکړه!

 اقتصاد پوهنځي محصلينو د عملي کار په موخه له زابل اقتصاد رياست څخه ليدنه وکړه!
د میرویس خان نیکه پوهنتون، د اقتصاد پوهنځي او د محصلینو د خدمتونو او همغږۍ عمومي مدیریت په ګډه همکاري سره،. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۰ - ۱۴:۳۱
Background image

محصلینو ته د (حقوقي لیکنې) تر عنوان لاندې درې ورځنی ورکشاپ پیل شو

 

 

نن شنبه چې د 1404/8/10  نيټې سره برابره ده، د میرویس خان نیکه پوهنتون، د شرعياتو پوهنځی محصلينو ته د (حقوقي لیکنې) اړوند درې ورځنی ورکشاف پيل شو.

یاد ورکشاپ چې د محصلینو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۷ - ۱۲:۱۴
Background image

د کرهڼې پوهنځی محصلینو ته د پیوندونو معلوماتي سمینار وړاندې شو

د کرهڼې پوهنځی محصلینو ته د پیوندونو معلوماتي سمینار وړاندې شو

د میرویس خان نیکه پوهنتون د کرهڼې پوهنځی، د باغداري څانګې ټولو محصلینو ته، د محصلینو د خدمتونو او همغږۍ ریاست په هدایت د. . .

BACK TO NEWS