د علمي څیړنو لپاره د پروپوزل لیکنې درې ورځنی ورکشاپ پیل شو

zabu_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۵ - ۱۰:۱۳
as

نن ورځ دوشنبه د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې، د مسلکي پرمختیايي مرکز په کنفرانس خونه کې د څیړنې آمریت، مسلکي پرمختیا مرکز آمریت او څیړنې کمیټې په ګډو همکاریو، د پوهنځیو استادانو ته د علمي څیړنو لپاره د پروپوزل لیکنې درې ورځنی ورکشاپ پیل شو.

ورکشاپ د قرانکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل، چې د څیړنې کمیټې څخه پوهنیار ضیاء الاسلام نوبهار د یاد ورکشاپ اړوند د عنوان ټاکل او سریزې لیکل او ورپسې د مسلکي پرمختیایې مرکز آمر نوماند پوهنیار عبدالنافع همت پروپوزل پیژندنه، اهمیت او اهدافو په هکله له ګډونوالو سره معلومات شریک کړل.

د استادانو پوښتنو ته تر ځواب ویلو وروسته لومړۍ ورځ د دعا په ویلو سره پای ته ورسیده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۳ - ۱۴:۲۳
Background image

د پایلو پر بنسټ زدکړه او محصل محوره زده کړې لس ورځنی علمي او مسلکي ورکشاپ پیل شو.

 

نن ورځ د میرویس خان نیکه پوهنتون، زابل استادانو ته د پایلو پربنسټ او محصل محوره زده کړې په تړاو لس ورځنی علمي او مسلکي ورکشاپ د پوهنتون په انګړ کې په داسې حال کې  پیل شو، چې په مهال. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۶ - ۱۴:۱۶
Background image

د علماء کرامو او فاضلانو د عاليه او عالمیه دورو ازموینې پیل شوې!

 

د علما‌ء کرامو او فاضلانو د عاليه او عالمیه دورو ازموینې نن شنبه د ولايت مقام د استازي، د میرویس خان نیکه پوهنتون، علماوو شورا، جهادي جامعې او پوهنې د رئيسانو او  مديره هيئت په شتون. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۴:۴۷
Background image

استادانو ته د علمي لیکنو او څېړنو د ترسره کولو اړوند یو ورځنی ورکشاپ وړاندې شو

 

د څېړنو او علمي مجلي د پلان سره سم د پوهنتون د معلوماتي ټکنالوژي په تالار کې د شرعیاتو پوهنځی استادانو ته یو ورځنی څېړنېز ورکشاپ وړاندې شو.

یاد  ورکشاپ چې د قرآنکریم په تلاوت سره. . .

BACK TO NEWS