د زابل ولایت ۱۴۰۳ هــ ش کال د کانکور ازموینه پېل شوه

zabu_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۳/۱۷ - ۱۰:۱۰
as

نن پنج شنبه، د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د غونډو په عمومي تالار کې، د زابل ولایت ۱۴۰۳ هــ ش کال د کانکور ازموینه په داسي حال کې پېل شوه، چې په مهال یې د ازموینې ملي ادارې څخه راغلی هیئت، د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې رهبري، استادانو او د کانکور ګډونوالو شتون درلود.

د ازموینې د پېل مراسم د مولوي عبدالصمد سیال صاحب له لوري د قرانکریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پېل شول، ورپسې د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د علمي او محصلانو چارو مرستیال مولوي بهاؤالحق عزام په خپله وینا کې د ازموینې ملي اداري څخه راغلي ټیم ته د ښه راغلاست ووایه او د ځوان پر اهمیت یې خبرې وکړې او هم یې شاګردانو ته د انتخاب په برخه کې پر ښه دقت بیان وکړ.

دغه راز د ازموینې ملي ادارې څخه یو تن ګډونوال پوهمنل نقیب الله خان د مؤسسې د رهبري له مېلمه پالنې او همکارۍ څخه مننه وکړه او ویې ویل: د شیخ مولوي عبدالباقي حق.ا. ني صاحب په راتګ سره د کانکور ازموینو کې زیات پرمختګونه شوي دي. د کانکور و ګډونوالو ته یې د یادې ازموینې پر اهمیت او د خپلې خوښي پوهنځیو ته د بریالی کیدو هیله وښوده. خانخیل د کانکور و ګډونوالو ته د ازموینې پر شفافیت او پروسه باندې په تفصیل سره خبرو تر څنګ وویل: د کانکور ازموینه چې د افغانستان د ازموینې ملي اداري چې د افغانستان په سطحه یو شفافه اداره ده؛ له لوري د افغانستان په ټولو ولایتونو کې په بیلابیلو وختونو اخیستل کیږي.

د مراسمو په پای کې د ټولو ګډونوالو و مخته د سوالاتو صندوق چې د ازموینې ملي ادارې څخه مُهر او لاک را وړل شوی خلاص شو او وروسته یاد مراسم د دعا په ویلو سره پای ته ورسېدل.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۳:۴۶
Background image

د ژمنلیک د ښه تطبیق په موخه له محصلینو سره غونډه ترسره سوه 

د ژمنلیک د ښه تطبیق په موخه له محصلینو سره غونډه ترسره سوه 
د میرویس خان نیکه پوهنتون ـ زابل د علمي او محصلانو چارو مرستیال، مفتي عزت الله نوري صاحب، له محصلینو سره د ژمنلیک د ښه تطبیق. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۸
Background image

د ژوند له مشکلاتو او فشارونو سره د مبارزې تر سرلیک لاندې سمینار وړاندې سو 

د ژوند له مشکلاتو او فشارونو سره د مبارزې تر سرلیک لاندې سمینار وړاندې سو 
د علمي او محصلانو معاونیت اړوند د محصلینو د خدمتونو او همغږي مدیریت او د راونې مشاورې مرکز په همغږي سره د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۰:۲
Background image

له اړوندو سکتوري ادارو سره د همږغي لومړۍ غونډه تر سره سوه

له اړوندو سکتوري ادارو سره د همږغي لومړۍ غونډه تر سره سوه
د ميرويس خان نيکه پوهنتون-زابل د رهبرۍ په لارښوونه او د څېړنو او علمي مجلې آمريت په نوښت، له اړوندو سکتوري ادارو سره د همږغي. . .

BACK TO NEWS