د روان ۱۴۰۲هجري شمسي کال وروستۍ علمي شورا غونډه تر سره شوه

zabu_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۷ - ۱۱:۳۶

نن شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۷ نېټه د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د علمي شورا د کال وروستۍ غونډه په داسی حال کي تر سره شوه، چي پر مهال ئی د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زدکړو مؤسسې رئیس الحاج روح الله مشال، علمي او اداری معاونینو، د پوهنځیو رئيسانو او د شورا نورو غړو حضور درلود.

مجلس د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوت پیل شو؛ ورپسې د مؤسسې د رئیس الحاج روح الله مشال له لوري د غونډې ګډونوالو ته ښه راغلاست وویل شو او د غونډې اجنډا يې ګډونوالو ته بیان کړه.

وروسته د مجلس د ګډون والو له لوري د اجنډا مطابق پر ځینو مهمو مواردو بحث وشو چي په کښې د ۱۴۰۳ هــ ش کال لپاره مؤسسې د ریاست، علمي معاون، اداری معاون، د پوهنځیو د رئیسانو، امریتونو او مدیریتونو، مالي او تدارکاتي پلانونه او د دندو لائحې دغه راز د ۱۴۰۳ کال کې داستادان دظرفیت لوړونې پلان تائيد شو او هم د مؤسسې د ټولو اصلي کمېټو د دندولایحې او پلانونه تر بحث وروسته تائید او غونډه د دوعا په ویلو سره پای ته ورسیده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۴:۴۷
Background image

استادانو ته د علمي لیکنو او څېړنو د ترسره کولو اړوند یو ورځنی ورکشاپ وړاندې شو

 

د څېړنو او علمي مجلي د پلان سره سم د پوهنتون د معلوماتي ټکنالوژي په تالار کې د شرعیاتو پوهنځی استادانو ته یو ورځنی څېړنېز ورکشاپ وړاندې شو.

یاد  ورکشاپ چې د قرآنکریم په تلاوت سره. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۴:۱
Background image

استادانو ته د څېړنېزو اخلاقو تر عنوان لاندې یو علمي سمینار وړاندې شو.


نن ورځ د ميرويس خان نيکه پوهنتون د څېړنو او علمي مجلې آمريت له لوري، د استادانو د علمي ظرفيت لوړولو په موخه، د څېړنېزو اخلاقو تر سرليک لاندې يو علمي او روزنيز سمينار وړاندې شو.
لومړی. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۲:۳
Background image

د شرعیاتو پوهنځی د استادانو بېلابېلي مقالې په یو معتبره علمي مجله کې نشر شوې.

د شرعیاتو پوهنځی د استادانو بېلابېلي مقالې په یو معتبره علمي مجله کې نشر شوې.
د میرویس خان نیکه پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي د اوه (۷) تنه استادانو علمي او تحقیقي مقالې د ننګرهار پوهنتون. . .

BACK TO NEWS