د تضمین کیفیت د نوي چوکاټ پېژندنې درې ورځنی ورکشاپ پیل شو

zabu_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳ - ۱۴:۵۹
د تضمین کیفیت د نوي چوکاټ پېژندنې درې ورځنی ورکشاپ پیل شو

 

د تضمین کیفیت د نوي چوکاټ پېژندنې درې ورځنی ورکشاپ پیل شو

 

نن دوشنبه چې د ۱۴۴۷/۳/۱ نیټې سره برابره ده،  د میرویس خان نیکه زابل پوهنتون، د علمي او محصلانو چارو معاونیت د تضمین کیفیت آمریت له لورې "د تضمین کیفیت د نوي چوکاټ پېژندنې" تر عنوان لاندې درې ورځنی ورکشاپ د پوهنتون استادانو او اداري کارمندانو لپاره پیل شو.

 

لومړی ورکشاپ د قرآن کریم په تلاوت سره پیل او ورپسې د علمي او محصلانو چارو مرستیال پیلیزه وینا وړاندې کړه.

نوموړې د پیلیزي وینا پر مهال وویل: د اسلام مبارک دین د ټولو عباداتو کیفیت ته اعتبار ورکوي چې په دې کې د هر عبادت کیفیت  لپاره  نیت او اخلاص مهم دی، همدارنګه د اسلام مبارک دین انسانان د ژوند په ټولو چارو کې  پر کیفیت تمرکز ته هڅوي، دا چې د لوړو زده کړو وزارت لخوا د تحصیلي نهادونو لپاره یولس معیارونه ټاکلي دي د رهبري، استادانو او اداري کارمندانو مسؤلیت دا دی چې ټولو معیارونو ته په پوره اخلاص، ژمنتیا او پر ټاکلي وخت سره کار وکړي.

نوموړي مرستیال د پوهنتون نوم ته په تغیر سره وویل: دا چې د اسلامي امارت د رهبري د حکم په اساس د لوړو زده کړو مؤسسو نومونه پوهنتونونو ته تغیر شول زموږ مسؤلیتونه نور هم زیاتیږي ترڅو هغه معیارونه چې یوه مؤسسه یې لمخې پوهنتون ته ارتقا‌ کوي په واقعي ډول پوره کړو.

د یاد ورکشاپ په اړه د تضمین کیفیت آمر نوماند پوهنیار روزي محمد اکبري  وویل چې د تضمین کیفیت دا چوکاټ به تدریس، تحصیل، مدیریت او خدماتو په کیفیت کې د پام وړ مثبت بدلون راولي او د ورکشاپ په وړاندې کولو سره به ګډونوال د کیفیت ارزونې، معیاري شاخصونو، داخلي ارزونې پروسې، او د کیفیت د دوامدار پرمختګ اړوند مهم موضوعات زده کړي.

د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي مدیریت.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۴:۴۷
Background image

استادانو ته د علمي لیکنو او څېړنو د ترسره کولو اړوند یو ورځنی ورکشاپ وړاندې شو

 

د څېړنو او علمي مجلي د پلان سره سم د پوهنتون د معلوماتي ټکنالوژي په تالار کې د شرعیاتو پوهنځی استادانو ته یو ورځنی څېړنېز ورکشاپ وړاندې شو.

یاد  ورکشاپ چې د قرآنکریم په تلاوت سره. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۴:۱
Background image

استادانو ته د څېړنېزو اخلاقو تر عنوان لاندې یو علمي سمینار وړاندې شو.


نن ورځ د ميرويس خان نيکه پوهنتون د څېړنو او علمي مجلې آمريت له لوري، د استادانو د علمي ظرفيت لوړولو په موخه، د څېړنېزو اخلاقو تر سرليک لاندې يو علمي او روزنيز سمينار وړاندې شو.
لومړی. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۲:۳
Background image

د شرعیاتو پوهنځی د استادانو بېلابېلي مقالې په یو معتبره علمي مجله کې نشر شوې.

د شرعیاتو پوهنځی د استادانو بېلابېلي مقالې په یو معتبره علمي مجله کې نشر شوې.
د میرویس خان نیکه پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي د اوه (۷) تنه استادانو علمي او تحقیقي مقالې د ننګرهار پوهنتون. . .

BACK TO NEWS