د اسلام له نظره د نوروز ورځې نمانځلو اړوند اصلاحي بیان وشو

zabu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۹ - ۱۱:۳۶

نن په میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسه کې د شرعیاتو پوهنځی د یو تن استاد مفتي عبدالله ثاقب صاحب له لوری د نوروز ورځې د نمانځلو اړوند اصلاحي بیان په داسي حال کې وشوو، چې پر مهال يې د پوهنتون رئیس الحاج روح الله مشال، علمي او محصلانو چارو مرستیال، د اقتصاد پوهنځی رئيس، استادانو او محصلینو ګډون کړی وو.

د مفتي عبدالله ثاقب صاحب لخوا د اسلام له نظره د نوروز ورځې پر تاریخي شالید، حرمت او دې ورځو کې خوشحالي کولو هر اړخیز بحث وکړ او زياته يي کړه چې قرآن کریم مؤمنان د رسول الله صلی الله علیه وسلم په اطاعت، ورسره محبت او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د راوړي شریعت د احکام، هدایاتو او لارښوونو په منلو او عملي کولو مکلف ګرځولي، او همدغه لار یې د نجات او سعادت متضمنه بللې.

رسول الله صلی الله علیه وسلم مسلمانانو ته د نوروز، مهرجان او نورو غیر اسلامي ورځو چې کفار یې نمانځي په مقابل کې د خوشحالۍ نورې ورځې ښودلې، چې د لوی اختر او کوچني اختر ورځې دي، مسلمانان به خوښۍ او خوشحالۍ په همدغو دوو ورځو کې کوي. يهودو په مدينه منوره کي دنوروز«دحمل اوله ورځ» او مهرجان « د ميزان اوله ورځ» نمانځله، نبي صلی الله علیه وسلم ورته وفرمايل چي تاسې ولي دغه ورځې نمانځۍ دوی وويل چې دغه ورځې زموږ د خوشحالۍ ورځې دي.

نو محمدصلی الله علیه وسلم مؤمنانو ته وفرمايل چې اللّٰه پاک دغه دوې ورځې موږ ته په نورو دوو معتبرو ورځو را بدلې کړې چې هغه د کوچني اختر او لوی اختر ورځې دي، نو د نوروز د ورځې نمانځل په اسلام کي وجود نلري او مطلق حرام دی او کوم څوک چې ياده ورځ نمانځي نو دوی هم د هغو کسانو په

ډله کې شامل دي.

د يادې ورځې هر ډول تعظيم کول حرام دي، دنوروز په نيت په دغه ورځ رخصتي کول، فیسبوک کې یو بل ته مبارکیانې لېږل، عکسونه اخیستل، تحفې یو او بل ته ورکول نوې جامې اغوستل، ميلې کول، ميلمستيا کول حرام دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۱۴:۹
Background image

استادانو ته په څېړنه کې د مأخذ لیکنې سافټوېر تر سرلیک لاندې یو ورځنی ورکشاپ وړاندې سو

 

نن ورځ د مسلکي پرمختیایې مرکز د پلان له مخې د میرویس خان نیکه پوهنتون ټولو استادانو ته  په څېړنه کې د مأخذ لیکنې سافټوېر تر سرلیک لاندې یو ورځنی علمي سمینار وړاندې سو.

یاد ورکشاپ چې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۵:۲
Background image

په زابل پوهنتون کې د څه باندې شل (۲۰) میلیونه افغانیو په ارزښت د جامع جومات د جوړېدو چارې رسماً پیل سوې 


د لوړو زده کړو وزارت د ځانګړې پاملرنې،  د پوهنتون د رهبري او اړونده اداري کارکوونکو  په هڅو سره، د میرویس خان نیکه پوهنتون د علمي او دیني چاپېریال د لا پیاوړتیا په موخه، د شل (۲۰). . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۹:۵۷
Background image

استادانو ته د معتبرو نړیوالو ژورنالونو د پېژندنې په اړه علمي سمینار وړاندې سو

استادانو ته د معتبرو نړیوالو ژورنالونو د پېژندنې په اړه علمي سمینار وړاندې سو
د میرویس خان نیکه پوهنتون د علمي کادر غړو د علمي ظرفیت لوړولو او د څېړنیزو فعالیتونو د پیاوړتیا په موخه، د. . .

BACK TO NEWS