د میرویس خان نیکه پوهنتون د « ثالث عمر رح» ملي مجلې اجازه لیک ترلاسه کړ!

zabu_admin
Sat, Feb 07 2026 11:43 AM
ثالث عمر رحمه الله

 

د استادانو د څېړنو او علمي مقالو د خپرولو په موخه د پوهنتون رهبري په هڅو سره، له لوړو زده کړو محترم وزارت څخه د پوهنتون لپاره د « ثالث عمر رح» په نوم ملي او علمي مجلې اجازه لیک ترلاسه کړ.

په یاده علمي مجله کې به استادان او محصلین خپلي علمي څېړنې، مقالې او نوښتونه له معیارونو سره سم خپروي چې دا د ظرفیت لوړوني په برخه کې یو مهم ګام دی.

د میرویس خان نیکه پوهنتون رهبري له ټولو هغه منسوبینو څخه مننه کوي چې په یاده برخه کې یې هڅې ترسره کړې دي.

نېټه: سه شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۴

د نشراتو او عامه پوهاوي عمومي مدیریت

Latest news

Tue, Sep 03 2024 4:20 PM
Background image

د پلان جوړونې او راپور ورکوونې اړوند سمینار وړاندي شو

نن ورځ سه شنبه، د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د مسلکي پرمختیایي مرکز په کنفرانس خونه کې د کیفیت لوړاوي عمومي کمیټې له لوري د پوهنځیو رئیسانو، د څانګو آمرینو، د کمیټو. . .

BACK TO NEWS