اداري کارکوونکو ته د مدیریتي دندې او مکتوب لیکنې تر سرلیک لاندې سمینار وړاندې سو
د ظرفیت لوړونې او مسلکي ودې د پروګرامونو په لړ کې، د کارکوونکو چارو عمومي مدیریت د پلان له مخې او د مسلکي پرمختیایې مرکز په همغږي، اداري کارکوونکو ته د مدیریتي دندې او مکتوب لیکنې تر سرلیک لاندې علمي او مسلکي سمینار وړاندې سو.
د سمینار په پیل کې
د اقتصاد پوهنځی استاد نوماند پوهنیار سمیع الله سالک اداري کارکوونکې په ګروپونو ووېشل ترڅو د عملي مدیریت: د پلان جوړونې، تنظیم، رهبري او کنټرول په برخه کې د اداري کارکوونکو لنډه ارزونه وکړي، وروسته نوموړي استاد د یاد سمینار د وړاندې کولوپر مهال، د مدیریت بنسټیزې او مهمې دندې؛ لکه پلان جوړونه، د پلان اساسي برخي، تنظیم، رهبري او کنټرول په تفصیلي ډول تشریح کړل.
همدارنګه نوموړي د رهبر او مدیر تعریف او د هغوی تر منځ توپیرونو باندې هم تفصیلي بحث وکړ.
د سمینار په وروستۍ برخه کې یې د مکتوب لیکنې اصول او ميتودونه: د اداري مکتوبونو، وړاندیزونو، استعلامونو او راپورونو د لیکلو پر پروسې مفصل بحث وسو، چې څنګه کولای سي رسمي او اصولي مکتوبونه په خورا روښانه، مسلکي او قانوني بڼه ولیکي.
د سمینار ګډونوالو د موضوعاتو په اړه خپلې پوښتنې او نظرونه شریک کړل، چې د وړاندې کوونکي له لوري ورته لازم او هر اړخیز ځوابونه وړاندې سول.
نېټه: چهار شنبه 1405/4/17
د نشراتو او عامه پوهاوي مدیریت.