نویو محصلینو ته د ښه راغلاست او د پوهنتون د تأسیس د ورځي لمانځغونډه ترسره سوه
نویو محصلینو ته د ښه راغلاست او د پوهنتون د تأسیس د ورځي لمانځغونډه ترسره سوه
نن ورځ د میرویس خان نیکه پوهنتون رهبري، نویو راکامیاب شویو محصلینو ته د ښه راغلاست غونډه ترسره کړه.
یاده غونډه چې د قرآن کریم په تلاوت سره پیل سوه د پیل وینا یې د پوهنتون رﺉیس مفتي عزیزالله طیب صاحب وکړه، نوموړي نویو محصلینو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، هغوی ته د علمي ژوند د پیل په اړه هر اړخیزې لارښوونې وکړې. نوموړي محصلین وهڅول چې د پوهنتون له فرصتونو څخه په سمه توګه ګټه واخلي، خپلو زدهکړو ته جدي پاملرنه وکړي، د علمي او مسلکي وړتیاوو د لوړولو لپاره هڅې وکړي او د پوهنتون له علمي او اداري اصولو سره سم خپل تحصیلي بهیر پر مخ یوسي.
د محترم مفتي صاحب همداراز پر ښه اخلاقو، اسلامي او ملي ارزښتونو، د استادانو درناوي، د پوهنتوني نظم او انضباط مراعاتولو او له علمي چاپېریال څخه د سالمې استفادې پر اهمیت ټینګار وکړ.
د علمي او محصلانو چارو مرستیال مولوي بهاؤالحق عزام صاحب محصلینو ته د وینا پر مهال وویل: د کتاب په یادولو او لوستلو اکتفاء مه کوﺉ، بلکې څه چې لولﺉ هغه تحلیل او عملي اړخ ورکړﺉ، د علم هدف شهرت او پیسې نه دي، تاسو په سم ډول تحصیل وکړﺉ، خپل مسلکونه مو قوي کړﺉ، شهرت پیسې او نور امتیازات خپله له علم سره مل دي.
هغه همدارنګه وویل: ستاسو د علم موخه باید ټولني ته خدمت کول وي، همدا ستاسو راتلونکی مسؤلیت جوړیږي.
د مالي او اداري چارو مرستیال الحاج قاري محمد الدین انس په خپلو خبرو کې محصلینو ته د نظم، نظافت او د پوهنتون د امکاناتو څخه په سالمه استفاده باندې ټینګار وکړ.
وروسته د دعوت او ارشاد آمر مولوي شاه ولی الله معتصیم محصلینو نه د ژمنلیک مادې تشریح کړې او یادونه یې وکړه چې د یاد ژمنلیک ټولي مادې د اسلام مبارک دین څخه را اخیستل شوې دي.
د غونډې په وروستۍ برخه کې د نشراتو او عامه اړیکو مدیر محمد برات نشاط د پوهنتون نهه کلن علمي او پرمختیایې مزل تر سرلیک لاندې د پوهنتون لاسته راوړنې او پرمختګونه د غوندې ګډونوالو ته وړاندې کړل.
یاده غونډه په دعا سره پای ته ورسېده.
نېټه: دوشنبه1405/6/2
د نشراتو او عامه اړیکو مدیریت
