Social media count

This block is broken or missing. You may be missing content or you might need to enable the original module.

اداري کارکوونکو ته د مدیریتي دندې او مکتوب لیکنې تر سرلیک لاندې سمینار وړاندې سو 

zabu_admin
Wed, Jul 08 2026 6:04 PM
مدیریتي دندې


د ظرفیت لوړونې او مسلکي ودې د پروګرامونو په لړ کې، د کارکوونکو چارو عمومي مدیریت د پلان له مخې او د مسلکي پرمختیایې مرکز په همغږي، اداري کارکوونکو ته د مدیریتي دندې او مکتوب لیکنې  تر سرلیک لاندې علمي او مسلکي سمینار وړاندې سو.
د سمینار په پیل کې 
د اقتصاد پوهنځی استاد نوماند پوهنیار سمیع الله سالک اداري کارکوونکې په ګروپونو ووېشل ترڅو  د عملي مدیریت: د پلان جوړونې، تنظیم، رهبري او کنټرول په برخه کې د اداري کارکوونکو لنډه ارزونه وکړي، وروسته نوموړي استاد د یاد سمینار د وړاندې کولوپر مهال، د مدیریت بنسټیزې او مهمې دندې؛ لکه پلان جوړونه، د پلان اساسي برخي، تنظیم، رهبري او کنټرول په تفصیلي ډول تشریح کړل.
همدارنګه نوموړي د رهبر او مدیر تعریف او د هغوی تر منځ توپیرونو باندې هم تفصیلي بحث وکړ.
د سمینار په وروستۍ برخه کې یې د مکتوب لیکنې اصول او ميتودونه: د اداري مکتوبونو، وړاندیزونو، استعلامونو او راپورونو د لیکلو پر پروسې مفصل بحث وسو، چې څنګه کولای سي رسمي او اصولي مکتوبونه په خورا روښانه، مسلکي او قانوني بڼه ولیکي. 
د سمینار ګډونوالو د موضوعاتو په اړه خپلې پوښتنې او نظرونه شریک کړل، چې د وړاندې کوونکي له لوري ورته لازم او هر اړخیز ځوابونه وړاندې سول.
نېټه: چهار شنبه 1405/4/17
د نشراتو او عامه پوهاوي مدیریت.

Latest news

Tue, Sep 03 2024 4:20 PM
Background image

د پلان جوړونې او راپور ورکوونې اړوند سمینار وړاندي شو

نن ورځ سه شنبه، د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د مسلکي پرمختیایي مرکز په کنفرانس خونه کې د کیفیت لوړاوي عمومي کمیټې له لوري د پوهنځیو رئیسانو، د څانګو آمرینو، د کمیټو. . .

BACK TO NEWS