شرعیات پوهنځی

شرعیات پوهنځی

شرعیات پوهنځی د رئیس پیژندنه

 

شخصي معلومات

نوم: مولوی عبدالصمد

تخلص: سیال

د پلار نوم: پیرمحمد

علمي رتبه:

دنده: پوهنځۍ رئیس

څانګه:

برېښنالیک abdulsamadsayal9@gmail.com:

د اړیکې شمېره:o744000213

لنډه پېژندنه

مولوي عبدالصمد د پیرمحمد زوی د زابل ولایت د قلات ښار د څلورمې ناحيې مربوط ترنک سیمه د ظفر خیلو دکلي اوسیدونکی دی، نوموړي په ۱۳۶۱ ل.ل کال کې په خپل پلرني ټاټوبي ظفرخیلو کې دنیا ته سترګي غړولي خپلې لومړني زده کړي یې په مدرسه رحمانیه سپینه غبرګه کلي کې ترسره کړي، منځني زده کړي یې د هیواد په مختلفو مدرسو او د هجرت په دیار بلوچستان، او صوبه سرحد پیښور کې ترسره کړي، موقوف علیه دوره په ۱۳۸۹ ه.ل کال په دارالعلوم کچلاک کې پرشیخ مفتی محمدطاهر احمد الکوهبندي حفظه الله ترسره کړه  اوعالمیه دوره یی په ۱۳۹۰ ه ش کال په خیرالمدارس کوئټه کې پر شهید شیخ الحدیث والتفسیر علامه عبد السلام تقبله الله ترسره کړه نوموړي د زابل ولایت په مرکزکې دشل کلن اشغال پرمهال ددرسونوترڅنګ خپله جهادي سپیڅلې فریضه هم ترسره کړې  او له فتحي وروسته د زابل ولایت دپوهنې ریاست اړوندد تعلیمات اسلامي آمر ټاکل شو ی او په ۱۴۰۲ ل.ل کال کې د میرویس خان پوهنتون زابل د شرعیاتوپو هنځي د رئیس په توګه معرفي شو.  اوس مهال (۱۴۰۵ هـ ش) د همدې پوهنځۍ د رئیس په توګه دنده ترسره کوي.

 

شرعیاتو پوهنځي پيژندنه

د شرعیاتو پوهنځي لنډ شالید

شرعیاتو پوهنځي د ټولنې د اړتیا له مخې د مسلکي کادرونو د روزنې په موخه په(۱۴۰۱) هـ. ل کال کې د دوو څانګو )فقه اوقانون او تعلیمات اسلامي( څانګو په درلودلو سره په فعالیت پیل وکړ. څرنګه چې شریعت د یوې ټولنې د هر اړخیز پرمختګ لپاره د ملا د تیر حیثیت لري نو په همدې بنسټ په یوه ټولنه کې د شرعي احکامو وده او پرمختګ هغه وخت ممکن دی، چې په دین پوه او مسلکي متخصصین ولري، د همدغو مسلکي او متخصصو افرادو د روزنې او شرعي ستونزو د ختمولو په موخه د شرعیاتو پوهنځي د زابل په

ولایت کې د امیرالمؤمنین شیخ الحدیث والتفسیر هبة الله آخنذاده صاحب ( حفظه الله ورزقه ماتمناه )په ځانګړي

فرمان د هیواد په ټولو هغو امارتي  پوهنتونونو کې چې شرعیاتو پوهنځي یې نه درلودې ورته ورکړل شوې. میرویس خان نیکه پوهنتون- زابل  هم له هغو پوهنتونونوڅخه ووچې تر دې دمه یې شرعیاتو پوهنځي نه درلوده ترلاسه کړه. یادې پوهنځي په ۱۴۰۱) هـ ش( کال کې د درو څانګو )فقه او قانون ، تعلیمات اسلامي اواسلامي ثقافت (غیرفارغورکونکې څانګې( په لرلو سره په فعالیت پیل او نوي محصلین یې جذب کړل. شرعیاتو پوهنځي ته د مسلکي روزنې په موخه محصلین د لوړو زده کړو وزارت د اصولو په بنیاد د کانکور په رقابتي آزموینه کې د معیاري نمروله تر لاسه کولو

وروسته جذبیږي چې د لومړي ځل لپاره په کال ۱۴۰۱) هـ ش( کې، ۱۶ تنه محصلین

جذب شول، چې اوس مهال د شرعیاتو په پوهنځي کې ۷۳ تنه محصلین په زده کړو بوخت دي.

د شرعیاتو پوهنځي د۳ ۲ تنو استادانو په دلودلو سره چې ۲ تنه دکتوراو۱ ۲تنه د ماسټري

تر کچې زده کړي لري، تدریسي بهیر مخته وړي،

د شرعیاتو پوهنځي ریاست په دې هڅه کې ده چې د پوهنځي په ټولو علمي، اکاډمیکو او اداري برخو کې د اوسني عصري نړۍ کاریدونکې علمي پروګرامونه د هیواد د ملي او د لوړو زده کړو وزارت د ستراتیژیو او د میرویس خان نیکه پږهنتون- زابل د ستراتیژیک پلان په نظر کې نیولو سره پلي کړي، چې دغه چاري ته يې په

خپل درې کلن (۱۴۰۵—۱۴۰۳) ستراتيژیک پلان کې ځای ورکړی دی.

په یاد پلان کې د پوهنځي د ودانۍ او اړوند سهولتونو په نظر کې نیولو سربیره د پوهنځي علمي، اکاډمیکو او څېړنیزو چارو د پراختیا په برخه کې ظرفیت لوړونې او علمي پروګرامونو ته ځانګړي پاملرنه شوې. یاد پلان له پلي کیدو وروسته به پوهنځي د پوهنتون او په ملي کچه ځانګړی باور تر لاسه کړي.

د شرعیاتو پوهنځي اداري تشکيل

د میرویس خان نیکه زابل پوهنتون په تشکيل کې د شرعیاتو پوهنځي هم خپل اداري تشکيل لري، چې د ټولو په سر کې د پوهنځي رئيس قرار لري. د هغه وروسته د پوهنځي معاون، د څانګو آمرين، تدريسي مدير، د څانګو اجرائیه مدیر او استادان دي، چې د شرعیاتو پوهنځي ټولي کړني مخته وړي. موږ درته د نوموړي پوهنځي اړوند اداري تشکيل په لنډ ډول سره راوړو.

کتنې

ټول

ډک بستونه

تشکیل

بشري سرچینو ډول

ګڼه

 

۲۳

۲۳

۲۳

استادان

۱

 

۳

۳

۳

اداري کارمندان

۲

 

۲

۲

۲

خدماتي کارمندان

۳

 

 

 

 

 

دشرعیاتوپوهنځي په مجموع کې ټول ( ۲۳ ) تنه کادري استادان لري، او ( ۳ ) اداري کار کوونکي دي چې په اداري برخو کې دنده پر مخ وړي بناءً ددي پوهنځي اوسنی ټول کادري او اداري تشکيل(۲۶ ) تنه دی؛ چې په بیلابیلو برخو کې په دندو بوخت دي .

د ادارې اساسنامه:

د شرعیاتو پوهنځي لرلید او رسالت د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د ليرليد او رسالت ته په کتو او د لوړو زده کړو وزارت د لارښود مطابق ترتیب او د پوهنځي علمي شورا ته وړاندي شو؛ چې په ۱۹  / ۶  /  ۱۴۰۳ هـ ش نيټه او ( ۶ ) ګڼه پروتوکول دپوهنځي علمي شورا په غونډه کې تائید شوي دی. لکه څرنګه چې دا څرګنده ده چې با کيفیته زده کړي د وړ بشري ځواک په وړاندي کولو کې رغنده ونډه لري ځکه نو یا ده پوهنځي یو روښانه رسالت او لرلید لري، چې هغو ته په کتو هڅه کوي، څو د هیواد په کچه د لیسانس، داسي کادرونه ټولنې ته وړاندي کړي چې د ټولنې د پرمختګ، ښیرازۍ او سوکالۍ مصدر وګرځي.

 

لیرليد (Vision):

د شرعیاتو پوهنځي به د دیني علومو د څېړنو او تحقیقاتو په برخه کې د هیواد په کچه یو داسي مرکز واوسي چې ټولنې ته وړ او مسلکي کادرونه وړاندې کړي.

رسالت (Mission)

شرعیاتو پوهنځي غواړي چې د مناسبو تدریسي، څېړنیزو او با کیفیته خدمتونو زمینه برابره کړي، څو پرمټ یې د هیواد په کچه د ټولنې د خدمت لپاره د قرآن او سنتو په رڼا کې ژمن او مسلکي کادرونه وروزي.

اهداف (Goals):

۱: د خپلي ټولنې د ټولو شرعي او ټولنیزو اړتیاوو په نظر کې نیولو سره متدین، ژمن، په ایماني مینه سمبال مسلکي کدرونه روزل.

.2 د اسلامي عقیدې اساسي زده کړه.

.3 د نورو ادیانو او مذاهبو هر اړخیزه مطالعه اوڅیړنه.

.4 د تفسیر او حدیث اصول لوستل.

5 د شرعیاتو پوهنځي د بنسټیزو تأسیساتو انکشاف او په کمي او کیفي لحاظ د شرعیاتو پوهنځي پراختیا.

د غوره محصل محوره تدریسي چاپیریال رامنځته کول

6 د غوره مدیریتي او څېړنیزو سمینارونو او کنفرانسونو په لره اچول. د باکیفیته تدریس په موخه د استادانو د تحصیل درجه لوړول.

7 د محاکمو اصول لوستل او په محکمو کې په عملي ډول د محصلینو روزل. د ټولنې د سالمي رهبي لپاره د زیار ویستونکو زعامتونو او قیادتونو د وړاندي کولو زمینه سازي کولسس

ارزښتونه (Values):

.1 د هیواد د دیني، شرعي او ملي ارزښتونو ته بشپړ احترام او ژمنتیا. .2 صداقت، امانتداري، عدالت، ځواب ویونکي او مسلکي کید نه.

د لوړو زده کړو وزارت لوایحو او مقرراتو ته وفاداري. .4 معیاري او با کیفیته لوړي زده کړي.

5 په ملي کچه د اړتیا وو پر بنسټ د قضایي او عدلي ادارو لپاره مسلکي کادرونه روزل

6 د اسلام پالنې او دیني ا خوت په روحیه مسلکي مبلغین او مرشیدین .7 له هرډول غیر شرعي تبعیض څخه ډډه کول

د افغانستان په کچه په علمي ډګر کې یوه غښتلې اکاډمیکه او په عدل ولړه اداره را منځته کول.

.

خدمات:

د شرعیاتو پوهنځي د خپلو کارکوونکو لپاره منظم انټرنيټ او منظم سولري برښنا سیسټم لري. پوهنځي ټولنې ته د مسلکي او وړ اشخاصو د وړاندي کولو په برخه کې رغنده ونډه لري. د شفافیت او برښنایي حکومتولۍ د ترويج په موخه د محصلانو اړوند ټوله اسناد مو په منظم ابتدایي ډیتابیس کې ځاي پرځاي شوي دي. د ۱۴۰۲ هـ ش کال د شروع څخه د کيفیت د لوړاوي پروسه مو د خپلو امکاناتو په چوکاټ کې پیل کړي ده. ددي لپاره چې محصلين د بازار د غوښتني سره سم وروزل شي، د نوي تائید شوي تحصيلي نصاب څخه استفاده کیږي. د کيفیت او کمیت د لوړاوي په موخه د پوهنځي رهبري په ډیر کم وخت کې نه ستړي کيدونکي کوښښونه کړي دي؛ ترڅو د محصلينو لپاره ښه تدریسي چاپیریال، معیاري ودانۍ،او نوري اړیني آسانتیاوي برابري کړي او دا هڅي ادامه لري.

دشرعیاتوپوهنځي د پوهنتون په داخل کې د نورو پوهنځیو په نسبت یوه ځوانه اداره ده، چې کارمندان يې د ظرفیت لوړوني په برخه کې بيلابيل لنډ مهاله او اوږد مهاله روزنيزو پروګرامونو او همدانګه لوړو زده کړو ته اړتیا لري. دي اړتیا ته په کتو یاده اداره پر منظم پلان کار کوي؛ چې پلان ته په کتو خپل علمي کادرونه وخت پر وخت مختلفو هیوادونو اوداخل کي د لوړو زده کړو د ترلاسه کولو په موخه ولیږي.

 

توامیتونه یا هوکړه لیکونه:

میرویس خان نیکه پوهنتون زابل  دشرعیاتوپوهنځي دزابل ولایت دعدلیی ریاست سره د دوه اړخیزو همکاریو تفاهم لري.

 

څانګې:

فقه اوقانون څانګه

اسلامي تعلیماتو څانګه

اسلامي ثقافت غیرفارغ کونکي څانګه

 

د فقه اوقانون څانګې د استادانو پیژندنه

نوماندپوهنیار سلطان شاه (خالد)

نوم :                    مولوی سلطان شاه (خالد)

د پلار نوم :           حاجی اسدالله

علمي رتبه:          نوماندپوهنیار

دنده :                 دفقه اوقانون څانګې آمر او استاد

څانګه :              فقه اوقانون

برېښناليک:         hayatullahtakal39@gmail.com

د اړيکي شمېره:   0772770132

محترم نوماندپوهنیار سلطان شاه خالدد حاجی اسدالله زوی د زابل ولایت اوسیدونکی؛ په   ۱۳۶۵س هـ . ش کال د زابل ولایت شنکی ولسوالی کی  زیږیدلی دی.

لومړنې زده کړې دزابل ولایت دشنکی ولسوالی دبازار په مدرسه  کې ترسره کړې.

په ۱۳۹۱ کال دپاکستان هیواد دډیره اسماعیل خان ولسوالی کې دروح المدارس روحانیه مدرسه کی په عالی درجه فارغ شوی دی.

 

.

په ۱۴۰۲کال کې د میرویس خان نیکه پوهنتون-زابل د شرعیاتو پوهنځې دفقه اوقانون  څانګې کادرې بست ته بریالی شوی. اوس مهال د فقه قانون څانګې د آمر او استاد په حیث دنده پرمخ وړي.

ن پوهنیارعبدالحبیب حنیف

دعصمت الله زوی

څانګه: فقه او قانون

بریښنالیک:  hanifkhan9080905@gmail.com

د اړیکې شمېره: 0705411274

محترم ن. پوهنیار مولوي عبدالحبیب حنیف د عصمت الله زوی، د زابل ولایت اوسېدونکی، په ۱۳۷۶ هـ.ش کال د ګران هېواد افغانستان د زابل ولایت په مرکز قلات ښار کې زېږېدلی دی. لومړنۍ زده کړې یې د زابل ولایت په مرکز قلات کې ترسره کړې دي. وړه دوره یې په دپاکستان دبلوچستان مربوط دکوئټې ښار په کچلاک سیمه کې بشپړه کړې او په ۱۳۹۹ هـ.ش کال کې د ممتاز په درجه فارغ شوی دی.

لویه دوره یې په خپل پلرني ټاټوبي، د زابل ولایت مرکز قلات کې، په ۱۴۰۰ هـ.ش کال کې ترسره کړې او د ممتاز په درجه فارغ شوی دی. همدارنګه، تخصص فی الفقه یې په ۱۴۰۲ هـ.ش کال کې د زابل ولایت په مرکز قلات کې بشپړه کړې، چې له هغې څخه هم د ممتاز په درجه فارغ شوی دی.

نوموړی په ۱۴۰۱ هـ.ش کال کې د میرویس خان نیکه پوهنتون ـ زابل د شرعیاتو پوهنځي د فقه او قانون څانګې کادري بست ته د آزاد رقابت له لارې بریالی شوی، چې اوس مهال د فقه او قانون څانګې د استاد په توګه خپله دنده پر مخ وړي.

 

 

نوم :   نوماند پوهنیار مولوي احمدالله احمدي د مولوي سردارمحمد زوی، د زابل ولایت اوسېدونکی، په ۱۳۷۶ هـ.ش کال د ګران هېواد افغانستان د زابل ولایت په سيوري ولسوالی کې زېږېدلی دی. لومړنۍ زده کړې یې له خپل پلار څخه ترسره کړي دي نوري زده کړي په زابل ولایت په مرکز قلات په مدرسه عرفانيه ام المدارس کې ترسره کړې دي. وړه دوره یې هم په مرکز قلات کي په مدرسه عرفانيه ام المدارس کې بشپړه کړې او په ۱۳۹۷ هـ.ش کال کې د ممتاز په درجه فارغ شوی دی.

لویه دوره یې هم په دغه مدرسه کي  په ۱۳۹۸ هـ.ش کال کې ترسره کړې او د ممتاز په درجه فارغ شوی دی. همدارنګه، تخصص فی الفقه یې په ۱۴۰۲ هـ.ش کال کې د زابل ولایت په مرکز قلات کې بشپړ کړی، چې له هغې څخه هم د ممتاز په درجه فارغ شوی دی.

نوموړی په ۱۴۰۳ هـ.ش کال کې د میرویس خان نیکه پوهنتون ـ زابل د شرعیاتو پوهنځي د فقه او قانون څانګې کادري بست ته د آزاد رقابت له لارې بریالی شوی، چې اوس مهال د فقه او قانون څانګې د استاد په توګه خپله دنده پر مخ وړي.

 

 

څانګه: فقه او قانون

برېښنالیک: nasirwahdat2023@gmail.com

د اړېکې شمېره :0706500362

محترم ن.مفتي نصیر الله وحدت د سدوخان زوی، د زابل ولایت اوسېدونکی، په ۱۳۷۶ هـ.ش کال کې د زابل ولایت مرکز، د حاجي محمد ظریف کلاچې په سیمه کې زېږېدلی دی. نوموړي خپلې لومړنۍ دیني زده کړې په بېلابېلو ښارونو کې کړې دي.

د لويې دورې (دورۂ حدیث) زده کړې د پاکستان د کویټې ښار د عمرکلي په دارالعلوم الهاشمیه کې بشپړې کړې دي، او په ۱۴۴۰ هـ.ق کال کې په ممتاز مرتفع درجه فارغ شوی دی.

همدارنګه نوموړي د تخصص في الافتاء والقضاء زده کړې هم په نوموړې مدرسه کې ترسره کړېدي،چې په ممتاز مرتفع درجه یې د فراغت سند ترلاسه کړی دی.

نوموړی په ۱۴۰۱ هـ.ش کال کې د مېرويس خان نيکه -زابل پوهنتون د استاد په توګه خپله علمي او اکاډمیکه دنده پیل کړې ده، او دا مهال د اسلامي علومو په تدریس او علمي خدمتونو بوخت دی.

.

څانګه: فقه او قانون

بریښنالیک:833hanzalah@gmail.com

د اړیکې شمېره:0702208537

محترم ن. پوهنیار مولوي شفیع الله(بدري) د فیض الله زوی، د زابل ولایت اوسېدونکی،1375/2/3 هـ.ش کال د ګران هېواد افغانستان د زابل ولایت دشاه جوی ولسوالي دهلال چینه کې زېږېدلی دی. لومړنۍ زده کړې یې دخپل پلار څخه تر سره کړې دي.نوري زده کړي یه په  شاه جوی ولسوالي کي ترسره دي. وړه دوره یې دزابل ولایت مرکز قلات کي په مدرسه رحمانیه عرفانیه ام المدارس کي بشپړه کړې ده.اوپه 1397هـ ش کال کي دممتاز په درجه فارغ شوی ده.لویه دوره ئي هم په دغه مدرسه کي بشپړه کړي او1398کي هـ ش کال کي دممتاز په درجه فارغ شوی ده.

نوموړی په ۱۴۰۱ هـ.ش کال کې د میرویس خان نیکه پوهنتون ـ زابل د شرعیاتو پوهنځي د فقه او قانون څانګې کادري بست ته د آزاد رقابت له لارې بریالی شوی، چې اوس مهال د فقه او قانون څانګې د استاد په توګه خپله دنده پر مخ وړي.

 

 

 

 

څانګه: اسلامي تعليمات

بریښنالیک: alhajshaker1445@gmail.com

د اړیکې شمېره: ۰۷۰۸۳۳۷۰۴۷

محترم ن. پوهنیار مفتي عبدالله(شاکر) د حاجي حیات خان  زوی، اصلي د زابل ولایت اوسېدونکی، په۱۳۶۴/۰۱/۱ هـ.ش کال د ګران هېواد افغانستان د زابل  ولایت د مرکز قلات د باباګک په کلي کې زېږېدلی دی. لومړنۍ زده کړې یې د زابل د شاجوی په ولسوالي کې ترسره کړې دي. وړه  دوره یې په کویټه ښار نوي کلي کې  بشپړه کړې او له لویه دورې څخه  په ۱۴۳۳ سنه د زابل ولایت مرکز قلات کي په مدرسه رحمانیه عرفانیه أم المدارس  کې د ممتاز په درجه فارغ شوی دی.

همدارنګه، تخصص فی الفقه یې په ۱۴۳۹ کال کې په کویټه ښارکي  په هاشمیه مدرسه کې د ممتاز مرتفع بشپړ کړی، او تخصص في أصول الحدیث یې په  ۱۴۴۱ سنه په کویټه ښارکي په مدرسه هاشمیه کي د ممتاز اشرف په حیث فارغ شوې دې؛

نوموړی په۱۴۴۵هـ.ق کال کې د میرویس خان نیکه پوهنتون ـ زابل د شرعیاتو پوهنځي داسلامي تعليمات څانګې کادري بست ته بریالی شوی، چې اوس مهال د اسلامي تعليمات څانګې د آمر او استاد په توګه خپله دنده پر مخ وړي.

څانګه: تعلیمات اسلامي

بریښنالیکMuhajirmuhajirafgh@gmail.com

د اړیکې شمېره: 0747446870

محترم ن. مفتي محمداعظم صدیقی دعبیدالله اخندزاده زوی الله د زابل ولایت اوسېدونکی، په ۱۳۶۴ هـ.ش کال د ګران هېواد افغانستان د زابل ولایت دنوبهارپه ولسوالي  کې زېږېدلی دی. لومړنۍ زده کړې یې د نوبهارولسوالۍ په نورالمدارس کې ترسره کړې دي. وړه دوره یې په کویټه چالوباوړۍدارالعلوم الشرعیه کې له مفتي عبدالرؤف صیب سره بشپړه کړې او

لویه دوره یې هم په ۱۴۳۲کي په همدي مدرسه کي له شیخ عبدالحکیم صاحب سره کړي همدارنګه، تخصص فی الفقه یې په جامعة دارالعلوم الاسلامیه کشلاک کې له مفتي طاهراحمدسره کړي

نوموړی په ۱۴۰۱ هـ.ش کال کې د میرویس خان نیکه پوهنتون ـ زابل د شرعیاتو پوهنځي د تعلیمات اسلامی څانګې کادري بست ته د آزاد رقابت له لارې بریالی شوی، چې اوس مهال د تعلیمات اسلامي څانګې د استاد په توګه خپله دنده پر مخ وړي.

Age-Related Incidence of Aspergillosis in Broiler Chickens in Qalat, Zabul

څانګه: اسلامي تعليمات

برېښنالیک: tasad3526@gmail.com

د اړيکې شمېره: ۰۷۰۷۶۲۰۷۳۱

محترم ن. پوهنیار مفتي طارق اسد د حاجي نجيب الله زوی، د زابل ولایت اوسېدونکی، په ۱۳۷۱ هـ.ش کال کې د افغانستان د زابل ولایت په شينکۍ ولسوالۍ کې زېږېدلی دی. د قرآن کریم حفظ یې د پاکستان په کویټه ښار کې ترسره کړی دی. نورې دیني او عصري زده کړې یې د پاکستان په کراچي ښار کې بشپړې کړې دي، او په ۱۳۹۶ هـ.ش کال کې یې د پاکستان د ډېره اسماعیل خان ښار څخه د لويې دورې (دورۂ حدیث) د فراغت سند ترلاسه کړی دی.

نوموړي د اسلامي علومو په بېلابېلو برخو کې تخصصي زده کړې هم ترسره کړې دي، چې پکې تخصص فی الافتاء، تخصص فی اللغة العربية، او همدارنګه د اسلامي اقتصاد او بانکدارۍ په برخه کې د ماسټرۍ تر کچې زده کړې شاملې دي.

نوموړی په ۱۴۰۳ هـ.ش کال کې د میرویس خان نیکه پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي، اسلامي تعليماتو څانګې کادري بست ته د آزاد رقابت له لارې بریالی شوی، او دا مهال د اسلامي تعليماتو څانګې د استاد په توګه خپله علمي او اکاډمیکه دنده پر مخ وړي.

 

میرویس خان نیکه پوهنتون ـ زابل

شرعیاتو پوهنځي – اسلامي تعلیماتو څانګه.

ایمیل ادرس: abdulgheliqhaidari@gmail.com‏

نوماند پوهنیار مفتي عبدالخالق حیدري د عبدالحبیب  زوی، چې په۱۳۷۶ هـ ش کال  د زابل ولایت نوبهار ولسوالي  په چمبر کلي کې زېږېدلی دی، دا مهال  هم په اړوند ولایت او ولسوالي کې استوګن ده.

لومړنۍ زده کړي یې په خپل پلرني ټاټوبي نوبهار ولسوالي چمبر کلي کې تر سره کړي دي. وروسته یې نورې زده کړې په شاجوی او نوبهار  ولسوالیو کې له بېلابېلو استاذانو سره تر سره کړي .

د نورو زدکړو لپاره يې پاکستان هیواد ته سفر وکړ هلته یې کوئټه -کچلاک کې په دارالعلوم حنفیه مدرسه کې دتکملې ځینې کتابونه له مفتي ګلبدین صاحب سره وویل.

وروسته یو ځل بیا خپل پخواني استاذ مولوي عبدالجمال " حماس" صاحب ته را وګرځیدی ، د تکملې پاته کتابونه یې ورسره وویل.

د لوړوو زده کړو( وړې دورې) لپاره یو ځل بیا پاکستان هیواد ته ولاړی، هلته یې کوئټه -کچلاک په دارالعلوم فیض القرآن مدرسه کې په (1441هق)د ممتاز په درجه  وړې (عالیه) دورې دفراغت سند تر لاسه کړ.

د(عالمیه) درجې لویه دورې لپاره یې هم پاکستان هیواد ته سفر وکړ،په (1443) کې په دارالعلوم حقانیه اکوړه خټک نوشهره  کې د یادې دورې څخه د ممتاز په درجه فراغت سند تر لاسه کړ.

وروسته یې په (1444هق)کال کې د عالمیةالعلیا تخصص لپاره په کابل کې عبدالله بن مسعود رضی الله تعالی عنه دیني جامعه کې داخله وکړه ،چي له دوه کاله درسي مودې وروسته په 1445ه.ق. کال کې د یادې جامعې د افتاء او قضاء څانګې څخه په ممتاز درجه د فراغت تصدیق پاڼه تر لاسه کړه. د تخصص له فراغت وروسته یې بیا په کابل کې  د سترې محکمې اړوند د قضایي زدکړو ریاست کې د قضایي زده کړو  په  دري میاشتنۍ دوره کې  ګډون وکړ، په 1446/8/21باندې له یادې دورې څخه په ممتاز درجه فارغ او تصدیق پاڼه تر لاسه کړه.

ښاغلي عبدالخالق حیدري د علم او تدریس له ډګر سره د ژورې مینې او علمي وړتیا له امله، په 1446 هق نېټه دازاد رقابت له لارې داستادۍ مقدسې دندې ته لار وموندله، او اوس مهال په همدې پوهنتون کې د استاد په توګه د تدریس او علمي خدمت سپېڅلې دنده تر سره کوي

 

 

 

څانګه: اسلامي تعليمات

بریښنالیک:olumihashim@gmail.com

د اړیکې شمېره: ۰۷۶۵۱۷۹۸۶۱

محترم ن. پوهنیار مفتي محمدهاشم(علومي) دقاري محمدحسن زوی، اصلي د غزني ولایت اوسېدونکی، په ۱۳۶۳/۰۳/۷ هـ.ش کال د ګران هېواد افغانستان د غزني ولایت د ګيلان دولسوالی داغوجان په کلي کې زېږېدلی دی. لومړنۍ زده کړې یې د زابل د شاجوی په ولسوالي کې ترسره کړې دي. وړه او لويه دوره یې په چالوباوړۍ کې  بشپړه کړې او په ۱۴۲۸/۷/۶هق کال کې د ممتاز په درجه فارغ شوی دی.

همدارنګه، تخصص فی الفقه یې په۱۴۴۵/۶/۲۱هـ.ق کال کې د هلمند ولایت په جهادي مدرسه کې بشپړ کړی، چې له هغې څخه هم د ممتاز په درجه فارغ شوی دی.

نوموړی په۱۴۰۳هـ.ش کال کې د میرویس خان نیکه پوهنتون ـ زابل د شرعیاتو پوهنځي داسلامي تعليمات څانګې کادري بست ته د آزاد رقابت له لارې بریالی شوی، چې اوس مهال د اسلامي تعليمات څانګې د استاد په توګه خپله دنده پر مخ وړي.

څانګه: اسلامي تعليمات

بریښنالیک:

د اړیکې شمېره: 0700899566

محترم نوماد. .پوهنیار مولوي. قطب.ألله.(شبير) دملاعتيق.الله.اخند زوی، اصلي د زابل ولایت

، په ۱۳70/۰5/۷ هـ.ش کال د ګران هېواد افغانستان د زابل ولایت شهرصفاه دولسوالی دجلدك په خيربولاغ.کلي کې زېږېدلی دی. لومړنۍ زده کړې یې د زابل خفل.كلي.مركزاوشاوخوا و کې ترسره کړې دي. وړه دوره.زابل.مر

.كزكي لويه دوره یې په قندهار کې  بشپړه کړې او په /1439هق کال کې د ممتاز په درجه فارغ شوی

 

نوموړی فه.1405/1/24.هـ.ش کال کې د میرویس خان نیکه پوهنتون ـ زابل د شرعیاتو پوهنځي داسلامي تعليمات څانګې کادري بست ته د آزاد رقابت له لارې بریالی شوی، چې اوس مهال د اسلامي تعليمات څانګې د استاد په توګه خپله دنده پر مخ وړي.

څانګه: اسلامي ثقافت

بریښنالیک: Sayeedweesal786@gmail.com

د اړیکې شمېره: 0705552278

محتر شهرت

نوماند پوهنیار محمدالله انقیادي د محترم صالح محمد زوی، په ۱٤١١ هـ ق کال  د زابل ولایت په سیوري ولسوالي  د لوی ښاره  په کلي  کي زېږېدلی دی،  دا مهال د همدې ولایت د مرکز قلات ښار کي استوګن دی.

لومړنۍ او ابتدایي زده کړي یې په خپل پلرني ټاټوبي قلات کي ترسره کړې. وروسته یې د دیني علومو د لا زیاتو زده کړو لپاره د کوئټه پر لور سفر وکړ، چي هلته یې د مختلفو دیني علومو ترڅنګ د تجوید او قرائت زده کړي هم بشپړي کړې .

تر هغه وروسته یې د دیني علومو لویه  دوره په چمن کي پای ته ورسوله، او په ١٤٣٦ هـ ق کال یې د تدریس القرآن د مدرسې څخه  د فراغت سند ترلاسه کړ.

ښاغلي محمدالله انقیادی د علم او تدریس له ډګر سره د ژورې مینې او علمي وړتیا له امله، د ۱۴۰۱/۱۱/۱۵ هـ ش نېټه د آزاد رقابت له لاري د استادۍ مقدسې دندې ته لار وموندله، او اوس مهال په همدې پوهنتون کي د اسلامي ثقافت څانګی د آمر او استاد په توګه د خدمت سپېڅلې دنده ترسره کوي

میرویس خان نیکه پوهنتون ـ زابل

شرعیاتو پوهنځي – اسلامي ثقافت څانګه.

ایمیل ادرس: sanaullahsirat716@gmail.com

داړیکي شمیره: ۰۷۰۷۴۶۵۷۱۶

 

م ن. پوهنیار مفتي سعیدعبدالله (وصال)د مولوي سیدحسن  زوی، د زابل ولایت اوسېدونکی، په۱۳۷۳ هـ.ش کال د ګران هېواد افغانستان د زابل ولایت په سیوري ولسوالۍ دپنګۍ په کلي کې زېږېدلی دی.چې فعلا،مرکز قلات نوي نمرو کي اوسیږي، لومړنۍ زده کړې یې د زابل ولایت په مرکز قلات کې ترسره کړې دي. وړه دوره یې په کندهار کې بشپړه کړې او په ۱۳۹۴هـ.ش کال کې د ممتاز په درجه فارغ شوی دی.

لویه دوره یې په کندهاراشرفیه مدرسه  کې، په ۱۳۹۶هـ.ش کال کې ترسره کړې او د ممتاز په درجه فارغ شوی دی. همدارنګه، تخصص فی الفقه یې په ۱۳۹۷هـ.ش کال کې دکندهارولایت اشرفيه مدرسه کې بشپړ کړی.

نوموړی په  ۱۴۰۱/۱۱/۱۵هـ.ش کال کې د میرویس خان نیکه پوهنتون ـ زابل د شرعیاتو پوهنځي د اسلامي ثقافت څانګې کادري بست ته د آزاد رقابت له لارې بریالی شوی، چې اوس مهال د اسلامي ثقافت  څانګې د استاد په توګه خپله دنده پر مخ وړي.

 

 

میرویس خان نیکه پوهنتون ـ زابل

شرعیاتو پوهنځي – اسلامي ثقافت څانګه.

ایمیل ادرس:Abdulwalisadad8@gmil.com

شهرت

نوماند پوهنیار عبدالولي سداد د محترم محب الله زوی، په ۱۳۷۳ هـ ش کال  د زابل ولایت مرکز قلات د اومکي په سیمه کي زېږېدلی دی،  دا مهال د همدې ولایت د مرکز قلات ښار کي استوګن دی.

لومړنۍ او ابتدایي زده کړي یې په خپل پلرني ټاټوبي قلات کي ترسره کړې. وروسته یې د دیني علومو د لا زیاتو زده کړو لپاره د کوئټه پر لور سفر وکړ، چي هلته یې د مختلفو دیني علومو ترڅنګ د تجوید او قرائت زده کړي هم بشپړي کړې او د ممتاز په درجه فارغ سو.

تر هغه وروسته یې د دیني علومو کوچنۍ دوره په کندهار کي پای ته ورسوله، او په ۱۴۳۸ هـ ق کال یې د کندهار ولایت د ام القری مدرسې څخه د ممتاز په درجه د فراغت سند ترلاسه کړ. همداراز یې په ۱۴۴۰ هـ ق کال کي د تخصص فی الفقه الحنفي دوره هم د ممتاز په درجه بشپړه کړه.

نوموړي د لوړو زده کړو په برخه کي خپلو علمي هڅو ته دوام ورکړ او په ۱۴۰۵ هـ ش کال کي د کندهار پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي د اسلامي تعلیماتو څانګې د ماسټرۍ برنامې څخه فارغ سو.

ښاغلي عبدالولي سداد د علم او تدریس له ډګر سره د ژورې مینې او علمي وړتیا له امله، د ۱۴۰۱/۱۱/۱۵ هـ ش نېټه د آزاد رقابت له لاري د استادۍ مقدسې دندې ته لار وموندله، او اوس مهال په همدې پوهنتون کي د استاد په توګه د تدریس او علمي خدمت سپېڅلې دنده ترسره کوي.

میرویس خان نیکه پوهنتون ـ زابل

شرعیاتو پوهنځی – اسلامي ثقافت څانګه

ایمیل ادرس: qasmibakhtullah@gmail.com

د اړیکې شمېره: 0708338268

نوماند پوهنیار مفتي بخت الله قاسمي، د مرحوم حاجي غوث الدین زوی، په ۱۳۷۰ هـ.ش کال د زابل ولایت د مرکز قلات ښار کې زېږېدلی دی، او دا مهال د همدې ولایت د مرکز قلات ښار اوسېدونکی دی.

لومړنۍ او ابتدایي زده کړې یې په خپل پلرني ټاټوبي زابل کې ترسره کړې دي. وروسته یې د دیني علومو د لا زیاتو زده کړو لپاره د هندوستان پر لور سفر وکړ، چې هلته یې د اسلامي علومو وړه او لویه دوره د دارالعلوم دیوبند په مشهوره علمي مدرسه کې بشپړه کړه.

همدارنګه، نوموړي د تخصص فی الفقه زده کړې د جامعة الشيخ أحمد مدني ديوبند په مشهوره مدرسه کې ترسره کړې دي، او په لویه دوره او تخصص فی الفقه کې یې د ممتاز په درجه سندونه ترلاسه کړي دي.

نوموړي د علم او تدریس له ډګر سره د ځانګړې علاقې او علمي وړتیا له امله، په ۱۴۰۱ هـ.ش کال کې د آزاد رقابت له لارې د میرویس خان نیکه پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي د اسلامي ثقافت څانګې کادري بست ته بریا ترلاسه کړه، او دا مهال د اسلامي ثقافت څانګې د استاد په توګه د تدریس او علمي خدمت سپېڅلې دنده پر مخ وړي.پوهنیار نصیراحمد

میرویس خان نیکه پوهنتون ـ زابل

شرعیاتو پوهنځي – اسلامي ثقافت څانګه.

ایمیل ادرس: hafizullahsayed4@gmail.com

داړیکي شمیره:٠٧٠٨٣٣٨٣٤٢

شهرت:

نوماند پوهنیارحفیظ الله سعید دمولوي روزي محمد زوي،په ۱۳۷۵ هـ ش کال  د زابل ولایت مرکز قلات د اومکي په سیمه کي زېږېدلی دی،  دا مهال د همدې ولایت د مرکز قلات ښار کي استوګن دی.

لومړنۍ او ابتدایي زده کړي یې په خپل پلرني ټاټوبي قلات کي ترسره کړې. وروسته یې د دیني علومو د لا زیاتو زده کړو لپاره د افغانستان بعضي ولایتونو ته سفر وکړ، چي هلته یې د مختلفو دیني علومو ترڅنګ د تجوید او قرائت زده کړي هم بشپړي کړې او د ممتاز په درجه فارغ سو.

تر هغه وروسته یې د دیني علومو کوچنۍ دوره،په زابل مرکز کي پای ته ورسوله، او په ۱۴۳۹ هـ ق کال یې د زابل ولایت له مدرسې رحمانیې عرفانیې ام المدارس څخه د ممتاز په درجه د فراغت سند ترلاسه کړ.

همداراز یې په ۱۴۴۰ هـ ق کال کي په همدې مدرسه کي دلویې دورې څخه دفراغت سند،بیاهم دممتاز په درجه ترلاسه کړ،ورپسې دهمدې مدرسې د تخصص فی الفقه الحنفي څانګي څخه په ۱۴۴۳هـ ق کال د ممتاز په درجه فارغ سو.

نوموړي د لوړو زده کړو په برخه کي خپلو علمي هڅو ته دوام ورکړي او اوس حالا هم چي ۱۴۰۵/۲/۲۳هـ ش تاریخ دی دعلمي کچې لوړلو دپاره په کابل پوهنتون،شرعیاتوپوهنځي دتفسیر او حدیث په څانګه کي دماسترۍ برنامې درسونه پر مخ وړي.

ښاغلي حفیظ الله سعید د علم او تدریس له ډګر سره د ژورې مینې او علمي وړتیا له امله، د ۱۴۰۱/۱۱/۱۵ هـ ش نېټه د آزاد رقابت له لاري د استادۍ مقدسې دندې ته لار وموندله، او دزابل پوهنتون،شرعیاتوپوهنځي داسلامي ثقافت څانګه کي داستاد په صفت دنده لري.

میرویس خان نیکه پوهنتون ـ زابل

شرعیاتو پوهنځی – اسلامي ثقافت څانګه

ایمیل ادرس: hamdullahfayaz786@gmail.com

د اړیکې شمېره: ۰۷۰۵۰۳۵۰۱۳

نوماند پوهنیار مفتي حمداللّه (فائز) ، د شیخ فداء مخمد اخند زاده زوی، په ۱۴۷۴  هـ.ش کال د زابل ولایت د مرکز قلات  کې زېږېدلی دی، او دا مهال د همدې ولایت د مرکز قلات ښار اوسېدونکی دی.

لومړنۍ او ابتدایي زده کړې یې په خپل پلرني ټاټوبي زابل کې ترسره کړې دي. وروسته یې د دیني علومو د لا زیاتو زده کړو لپاره د پاکستان  پر لور سفر وکړ، چې هلته یې د اسلامي علومو وړه او لویه دوره د تدریس القرآن مشهوره علمي مدرسه کې بشپړه کړه. څانګه: اسلامي ثقافت

بریښنالیک: khadmalaslamnqyball@gmail.com

د اړیکې شمېره:۰۷۱۱۶۰۷۹۴۳

محترم ن. پوهنیار، أبو انعام، مفتي نقیب الله، (خادم الاسلام)، د محمد خان زوی دزابل ولایت  دشاجوی والسوالي اصلي اوسیدونکی دی، فعلي سکونت یي دی: د زابل ولایت مرکز قلات.   په ۱۳۶۶  ، هـ.ش کال د زابل مرکز قلات  کي زیږېدلی دی. لومړنۍ زده کړې یې له مختلفو استادان څخه تر سره کړي، او نوري زده کړي یې دهیواد په داخل او له هیواد خارج( پاکستان)  په مختلفو مدارسوکي تر سره کړي دي.   په ۱۴۳۰ه ق, كال كي له ( الجامعة الاسلامیة علامة عبد الغني( رحمه الله تعالی)، ټاون چمن، بلو چستان، باکستان ،  دلویي دوري دفراغت فضیلت ور پر برخه شو، نوموړي له فراغت بعد دشاجوی والسوالي کي په مختلفو مسجدونو  کي او مدا رسو کي لکه ( دحضرت بلال رض مدرسه، الجامعة الفاروقیة ، دتدریس مقدسه دنده پر مخ وړي ده.

او ددي سره سره بالمشاهده، میډیا، او راډیو له لاري عام  خاص ته د دیني احکامو دفتواوو ورکولو وظیفه هم پر مخ وړی ده ، لکه د دي جملي څخه د ده  سلګونو فتواوي په  ( فتاوی مظهریه) چي دنورو مفتیانو له لوري تایید له ځان سره لري  موجو دي،  نوموړي مفتي صاحب  په شاجوی والسوالي کي په رسمي مدرسة منبع العلوم کي، د شیخ مولوي حیات الله صاحب، له لوري د دار الافتاء دکورس له فراغت (۱۴۰۱/۱۲/۱۹) وروسته دممتازپه کچه  رسمي سند ورکړل شو.

نوموړی په ۱۴۰۳ هـ.ش کال کې د میرویس خان نیکه پوهنتون ـ زابل د شرعیاتو پوهنځي د اسلامي ثقافت څانګې کادري بست ته د آزاد رقابت له لارې بریالی شوی، چې اوس مهال د اسلامي ثقافت  څانګې د استاد په توګه خپله دنده پر مخ وړي.  له لوی چښتن تعالی څخه ورته مرسته غواړو.

میرویس خان نیکه پوهنتون ـ زابل

شرعیاتو پوهنځي – اسلامي ثقافت څانګه.

ایمیل ادرس: mafihamad2026@gmail.com

 

داړیکي شمیره:0797789699

شهرت:

نوماند پوهنیار ضیاؤ الحق  حماد دحاجی عبدالرحمن زوي،په 1377 کال  د زابل ولایت دشاجوی دوالسوالي دمدیر په کلي کي زیږدلی, فعلا د شاجوي والسوالي دبازار اړوند سیمه کي اوسیږي،

ابتدایي زده کړي بیاتر تخصص فی الفقه پوري په کور دننه افغانستان کي تر سره کړې.

فی الحال یې د لوړو زده کړو په برخه کي خپلو علمي هڅو ته دوام ورکړی او اوس حالا هم  دعلمي کچې لوړلو دپاره په کابل پوهنتون،شرعیاتوپوهنځي دتفسیر او حدیث په څانګه کي دماسترۍ برنامې درسونه پر مخ وړي, نوموړی د علم او تدریس له ډګره ، د ۱۴۰۱/۱۱/۱۵ هـ ش نېټه د آزاد رقابت له لاري دالله تعالی په مهربانۍ داستادۍ  دندې ته لار وموندله، او دزابل پوهنتون،شرعیاتوپوهنځي داسلامي ثقافت څانګه کي داستاد په صفت دنده لري.

همدارنګه، نوموړي د تخصص فی الفقه زده کړې په جامعة  رحمانیه عرفانیه ام المدارس په مشهوره مدرسه کې ترسره کړې دي، او په لویه دوره او تخصص فی الفقه کې یې د ممتاز په درجه سندونه ترلاسه کړي دي.

نوموړي د علم او تدریس له ډګر سره د ځانګړې علاقې او علمي وړتیا له امله، په ۱۴۰۳هـ.ش کال کې د آزاد رقابت له لارې د میرویس خان نیکه پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي د اسلامي ثقافت څانګې کادري بست ته بریا ترلاسه کړه، او دا مهال د اسلامي ثقافت څانګې د استاد په توګه د تدریس او علمي خدمت سپېڅلې دنده پر مخ وړي.

میرویس خان نیکه پوهنتون ـ زابل

شرعیاتو پوهنځی – اسلامي ثقافت څانګه

gmail: ادرس: mohammadqasmsdad123@gmail.com

د اړیکې شمېره: 0705315538

نوماند پوهنیار مولوي محمدقاسم(سدادآغا) دخلیفه محمداسحاق صاحبذاده زوی، په 1375/3/13 هـ.ش کال د زابل ولایت  نوبهار ولسوالي دلوړمرغې دکښته کشاڼوپه کلي کې زېږېدلی دی، او دا مهال د همدې ولایت دشاجوۍ ولسوالي اوسېدونکی دی.

لومړنۍ او ابتدایي زده کړې یې په خپل پلرني ټاټوبي شاجوۍ کې له خپل والد څخه ترلاسه کړي. وروسته یې د دیني علومو د لا زیاتو زده کړو لپاره د زابل ولایت مشهوره دیني معنوي مدرسه جامعه عرفانیه ام المدارس کې ترپنځم صنف پوري ترلاسه کړي ورسته دتکملة الفنون لپاره دګران هیواد مشهوري مدرسي نورالمدارس غزني پر لور سفر وکړ، چې هلته یې د اسلامي علومو وړي دوري پوري زدکړي تر سره کړي او لویه دوره یوځل بیاددوهم وار لپاره په مرکزقلات کې درحماني عرفاني ام المدارس په غیږکې بشپړه کړي.

نوموړی د علم او تدریس له ډګر سره د ځانګړې علاقې او علمي وړتیا له امله، په ۱۴۰۳هـ.ش کال کې د آزاد رقابت له لارې د میرویس خان نیکه پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي د اسلامي ثقافت څانګې کادري بست ته بریا ترلاسه کړه، او دا مهال د اسلامي ثقافت څانګې د استاد په توګه د تدریس او علمي خدمت سپېڅلې دنده پر مخ وړي.

میرویس خان نیکه پوهنتون ـ زابل

شرعیاتو پوهنځي – اسلامي ثقافت څانګه.

ایمیل ادرس:kalimkhalid60@gmil.com

شهرت

نوماند پوهنیار کلیم الله معصوم د محترم مولوي فضل الدیان زوی، چې په ١۳٧٩ هـ ش کال  د غزني ولایت ګیلان ولسوالۍ د شینکۍ په کلي کې زېږېدلی دی،  دا مهال د همدې ولایت د ګیلان ولسوالۍ اوطلې په علاقه کې استوګن دی.

لومړنۍ او متوسطه زده کړي یې په خپل پلرني ټاټوبي ګیلان کې د محترم والد صاحب تر سیوري لاندي کړې دي او په دې مرحله کې یې په مکتب کې هم تر نهم صنف پوري درسونه ویلي دي . وروسته  د دیني علومو د لا زیاتو زده کړو لپاره د ګیلان ولسوالۍ بلاهیر کلي ته تللی هلته یې تر تکملې پوري دیني درسونه په پردل، چمبرانو او بلاهیر کې ویلي او د مکتب له ١٢ صنف څخه د ګاړي قلعه په عالي لیسه کې فارغ شوی دی او بیا د پرمختګ په تکل د غزني ولایت شلګر ولسوالۍ و نورالمدارس مدرسې ته تللی چې تکمله او وړه دوره یې همالته پای ته رسولې ده او په اعلی درجه ترې فارغ شوی دی.

تر هغه وروسته یې په ١٤٤٥ د دیني علومو لو دوره په کندهار کې د عبدالخالق آغا په مدرسه هاشمیه کې له محترم مفتي نجیب الله منيب صاحب سره د ممتاز په درجه پای ته ورسوله، او په ١٤٤٦ هـ ق کال یې د کندهار ولایت په ابراهیم النخعي جامعه کې په افتا او قضا د تخصص لپاره داخله وکړه چې له دوه کاله درسي مودې وروسته په ١٤٤٧ هق. کې یې ورڅخه  د ممتاز په درجه د فراغت سند ترلاسه کړ.

ښاغلي کلیم الله معصوم د علم او تدریس له ډګر سره د ژورې مینې او علمي وړتیا له امله، په ١٤٤٧ هـ  نېټه د آزاد رقابت له لاري د استادۍ مقدسې دندې ته لار وموندله، او اوس مهال په همدې پوهنتون کي د استاد په توګه د تدریس او علمي خدمت سپېڅلې دنده ترسره کوي.

میرویس خان نیکه پوهنتون ـ زابل

شرعیاتو پوهنځي – اسلامي ثقافت څانګه.

ایمیل ادرس:Inqiadi0701954072@gmail.com

شهرت

نوماند پوهنیار محمدالله انقیادي د محترم صالح محمد زوی، په ۱٤١١ هـ ق کال  د زابل ولایت په سیوري ولسوالي  د لوی ښاره  په کلي  کي زېږېدلی دی،  دا مهال د همدې ولایت د مرکز قلات ښار کي استوګن دی.

لومړنۍ او ابتدایي زده کړي یې په خپل پلرني ټاټوبي قلات کي ترسره کړې. وروسته یې د دیني علومو د لا زیاتو زده کړو لپاره د کوئټه پر لور سفر وکړ، چي هلته یې د مختلفو دیني علومو ترڅنګ د تجوید او قرائت زده کړي هم بشپړي کړې .

تر هغه وروسته یې د دیني علومو لویه  دوره په چمن کي پای ته ورسوله، او په ١٤٣٦ هـ ق کال یې د تدریس القرآن د مدرسې څخه  د فراغت سند ترلاسه کړ.

ښاغلي محمدالله انقیادی د علم او تدریس له ډګر سره د ژورې مینې او علمي وړتیا له امله، د ۱۴۰۱/۱۱/۱۵ هـ ش نېټه د آزاد رقابت له لاري د استادۍ مقدسې دندې ته لار وموندله، او اوس مهال په همدې پوهنتون کي د اسلامي ثقافت څانګی د آمر او استاد په توګه د خدمت سپېڅلې دنده ترسره کوي

میرویس خان نیکه پوهنتون ـ زابل

شرعیاتو پوهنځي – اسلامي ثقافت څانګه.

ایمیل ادرس: sanaullahsirat716@gmail.com

داړیکي شمیره: ۰۷۰۷۴۶۵۷۱۶

شهرت:

نوماند پوهنیار ثناء الله زاهد د عبدالشافع زوی، په 1377 ه ش کال  د زابل ولایت په مرکز قلات ښار کې زیږېدلی دی، اوس هم په مرکز قلات کې اوسېږي.

لومړنۍ زده کړې یې تر وړې دورې پوري په خپل ولایت کې د جامعة الاسلامیة شمس المدارس په مدرسه کې تر سره کړې دي، وروسته يې په ۱۳۹۵ ه ش کال کې د کندهار پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي د اسلامي تعلیماتو  څانګه پیل کړه، چې د همدې څانګې څخه په ۱۳۹۹ ه ش کال کې د ممتاز په درجه فارغ شو، همدارنګه یې په ۱۴۰۳

ه ش کال کې د کابل پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي د تفسیر او حدیث په څانګه کې ماستري برنامه پیل او په ۱۴۰۵

ه ش کال کې د ممتاز په درجه ترې فارغ شو.

نوموړی د علم او تدریس سره د زیاتي علاقې په سبب په ۱۴۰۱ ه ش کال کې د آزاد رقابت له لاري د الله تعالی په مهربانۍ داستادۍ  دندې ته لار وموندله، چې اوس د زابل پوهنتون، شرعیاتوپوهنځي داسلامي ثقافت په څانګه کي د استاد په حیث خپله مقدسه دنده مخته وړي.میرویس خان نیکه پوهنتون ـ زابل

شرعیاتو پوهنځي – اسلامي ثقافت څانګه.

ایمیل ادرس: sanaullahsirat716@gmail.com

داړیکي شمیره: ۰۷۰۷۴۶۵۷۱۶

شهرت:

نوماند پوهنیار ثناء الله زاهد د عبدالشافع زوی، په 1377 ه ش کال  د زابل ولایت په مرکز قلات ښار کې زیږېدلی دی، اوس هم په مرکز قلات کې اوسېږي.

لومړنۍ زده کړې یې تر وړې دورې پوري په خپل ولایت کې د جامعة الاسلامیة شمس المدارس په مدرسه کې تر سره کړې دي، وروسته يې په ۱۳۹۵ ه ش کال کې د کندهار پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي د اسلامي تعلیماتو  څانګه پیل کړه، چې د همدې څانګې څخه په ۱۳۹۹ ه ش کال کې د ممتاز په درجه فارغ شو، همدارنګه یې په ۱۴۰۳

ه ش کال کې د کابل پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي د تفسیر او حدیث په څانګه کې ماستري برنامه پیل او په ۱۴۰۵

ه ش کال کې د ممتاز په درجه ترې فارغ شو.

نوموړی د علم او تدریس سره د زیاتي علاقې په سبب په ۱۴۰۱ ه ش کال کې د آزاد رقابت له لاري د الله تعالی په مهربانۍ داستادۍ  دندې ته لار وموندله، چې اوس د زابل پوهنتون، شرعیاتوپوهنځي داسلامي ثقافت په څانګه کي د استاد په حیث خپله مقدسه دنده مخته وړي.

دفقه اوقانون څانګې درسی نصاب.

اول ټولګی، لومړی سميسټر (فقه  اوقانون څانګه)

شميره

مضمون

د مضمون کوډ

د مضمون ډول

د کريډيټ شمير

۱

الحفظ والتجويد )النصف الأخير من جزء 30 (

SL.IL.0106

اساسي

2

۲

العقيدة (1) )الإلهيات(

SL.IL.0107

اساسي

2

۳

الحدیث (1)

SL.IL.0108

اساسي

2

۴

فقه العبادات (1) )الصلاة والصیام(

SL.IL.0109

تخصص

2

۵

تاریخ التشریع

SL.IL.0110

تخصص

2

۶

السیرة )فقه السیرة(

SL.IL.0111

اساسي

2

۷

مبادي حقوق

SL.IL.0112

اساسي

2

۶

اللغة العربیة (1) )الصرف(

SL.IL.0113

اساسي

3

۸

چاپېریال ساتنه

SL.IL.0102

ټول شمول

1

۹

د افغانستان معاصر تاریخ

SL.IL.0103

ټول شمول

2

۱۰

الحفظ والتجويد )النصف الأخير من جزء 30 (

SL.IL.0106

اساسي

3

د کريډيټونو مجموعه

۲۱

 

 اول ټولګي : دوهم سمیستر (فقه اوقانون څانګه )

شميره

مضمون

د مضمون کوډ

د مضمون ډول

د کريډيټ شمير

۱

العقیدة (2) )النبوات(

SL.IL.0207

اساسي

2

۲

الحدیث (2)

SL.IL.0208

اساسي

2

۳

فقه العبادات (2) )الزکاة والحج(

SL.IL.0209

تخصص

3

۴

فقه ا لأحوال الشخصية (1)

SL.IL.0214

تخصص

2

۵

علوم الحديث

SL.IL.0215

اساسي

2

۶

اساسي عمومي حقوق

SL.IL.0216

اساسي

2

۷

علوم القرآن

SL.IL.0217

اساسي

2

۸

اللغة العربية (2) )قواعد النحو(

SL.IL.0213

اساسي

3

۹

المنطق القدیم

SL.IL.0218

اساسي

2

۱۰

اسلامي تاریخ

SL.IL.0219

اساسي

2

د کريډيټونو مجموعه

22

 

 

 

 

 

 

دوهم ټولګی،  دریم سمیستر(فقه اوقانون څانګه )

شميره

مضمون

د مضمون کوډ

د مضمون ډول

د کريډيټ شمير

۱

العقیده (3) )السمعيات(

Sh.IL.03.07

اساسي

2

۲

التفسیر (1)

Sh.IL.03.20

اساسي

2

۳

أحاديث ا لحكام (1)

Sh.IL.03.21

تخصص

2

۴

فقه ا لحوال الشخصية ) 2 (

Sh.IL.03.14

تخصص

2

۵

أصول الفقه (1)

Sh.IL.03.22

تخصص

2

۶

حقوق الإنسان فی الإسلام

Sh.IL.03.23

اساسي

2

۷

إنجلیزية

Sh.IL.03.04

ټول شمول

2

۸

حقوق العمل والتأمينات الجتماعية

Sh.IL.03.24

تخصص

2

۹

المنطق الجديد

Sh.IL.03.25

اساسي

2

۱۰

اللغة العربية (3) )قواعد النحو(

Sh.IL.03.13

اساسي

2

د کريډيټونو مجموعه

20

  

دوهم ټولګی، څلورم سمیستر(فقه اوقانون څانګه )

مضمون

 

 

 

 

شميره

مضمون

د مضمون کوډ

د مضمون ډول

د کريډيټ شمير

 

۱

التفسیر (2)

Sh.IL.04.20

اساسي

2

 

۲

أحاديث الأحكام (2) )المعاملات(

Sh.IL.04.21

اساسي

2

 

۳

فقه المعاملات (1) )البيوع(

Sh.IL.04.26

تخصص

2

 

۴

فقه الجنايات (1) مقارنا بالقانون الجنائي العام

Sh.IL.04.27

تخصص

2

 

۵

أصول الفقه (2)

Sh.IL.04.22

تخصص

2

 

۶

مقارنة الأديان

Sh.IL.04.28

اساسي

2

 

 ۷

مبادئ القتصاد

Sh.IL.04.29

ټول شمول

2

 

۸

د اساسي قوانينو فقهي تخريج او تحليل

Sh.IL.04.30

تخصص

1

 

۹

قضائي او عدلي مسلکي اخلاق

Sh.IL.04.31

اساسي

2

 

 ۱۰

اللغة العربية (4) )البلاغة(

Sh.IL.04.13

اساسي

2

 

د کريډيټونو مجموعه

20

             

 

دريم ټولګی، پنځم سميسټر (فقه اوقانون  څانګه)

شميره

مضمون

د مضمون کوډ

د مضمون ډول

د کريډيټ شمير

۱

تفسیر آیات الأحکام (1) )أحکام القرآن للتهانوي(

Sh.IL0520

تخصص

3

۲

أحادیث الأحکام (3) )سنن الترمذي(

Sh.IL.0521

تخصص

3

۳

فقه المعاملات (2) التوثیقات

Sh.IL.0526

تخصص

2

۴

فقه الحنایات (2) )مقارنا بالقانون الجنائي الخاص(

Sh.IL.0527

تخصص

2

۵

علم المیراث (1)

Sh.IL.0532

تخصص

3

۶

أصول الفقه (3) )کتاب الله والسنة(

Sh.IL.0522

تخصص

2

۷

الفرق والمذاهب

Sh.IL.0533

اساسي

2

۸

الغزو الفکري

Sh.IL.0534

اساسي

2

۹

النظریات الفقهیة )الحق واللتزام والملکیة(

Sh.IL.0535

تخصص

2

۱۰

انتخابي

Sh.IL.05…

انتخابي

1

د کريډيټونو مجموعه

۲۲

 

دريم ټولګی، شپږم سميسټر (فقه اوقانون  څانګه)

شميره

مضمون

د مضمون کوډ

د مضمون ډول

د کريډيټ شمير

۱

تفسیر آیات الأحکام (2) )روائع البیان(

Sh.IL.0620

تخصص

3

۲

أحاديث الأحكام (3) )سنن أبي داؤد(

Sh.IL.0621

تخصص

3

۳

فقه المعاملات (3) )وسائل الإثبات(

Sh.IL.0626

تخصص

2

۴

علم الميراث (2)

Sh.IL.0632

تخصص

3

۵

أصول الفقه (4) )الإجماع والقياس(

Sh.IL.0622

تخصص

2

۶

فقه الشركات

Sh.IL.0637

تخصص

2

۷

أصول المحاكمات

Sh.IL.0638

تخصص

2

۸

النظام السياسي في الإسلام

Sh.IL.0639

تخصص

2

۹

انتخابي

Sh.IL.06…

انتخابي

1

د کريډيټونو مجموعه

۲۰

 

 

څلورم ټولګی، ااووم سميسټر (فقه اوقانون څانګه)

شميره

مضمون

د مضمون کوډ

د مضمون ډول

د کريډيټ شمير

۱

الحدیث (۳)

Sh.IL.0708

تخصصی

۳

۲

فقه الدعوی

Sh.IL.0743

تخصصی

۲

۳

مناهیج الیحث العلمی

Sh.IL.0744

عملی کار اومونوګراف

۳

۴

النظا م الاداری فی الاسلام

Sh.IL.0745

تخصصی

۲

۵

النظا م المالې والافتصادی

Sh.IL.0746

تخصصی

۲

۶

ادب الاحتلاف

Sh.IL.0747

تخصصی

۲

۷

الحدیث مسند امام اعظم

Sh.IL.0760

تخصصی

۲

۸

اصول المحاکمات الجزائیه

Sh.IL.0748

تخصصی

۲

 

علم الکلام الجدید

Sh.IL.0749

اساسی

۲

۹

فقهی کلینک

Sh.IL.0751

انتخابی

۲

د کريډيټونو مجموعه

۲۲

 

څلورم ټولګی، اتم سميسټر (فقه اوقانون څانګه)

 

 

 

شميره

مضمون

د مضمون کوډ

د مضمون ډول

د کريډيټ شمير

 

۱

الحدیث(۴)

Sh.IL.0808

تخصصی

3

 

۲

مفاصدالشریعه

Sh.IL.0853

تخصصی

2

 

۳

نظا م القضاء فی الاسلام

Sh.IL.0854

تخصصی

2

 

۴

قواعدالکلیه فقهیه

Sh.IL.0855

تخصصی

2

 

۵

الحدیث شرح معانی ا لاثار

Sh.IL.0811

تخصصی

2

 

۶

اصوال لافتاء

Sh.IL.0856

تخصصی

2

 

۷

احسا ن التزکیه

Sh.IL.0857

اساسی

2

 

۸

درورالمسلمین

Sh.IL.0858

اساسی

2

 

۹

مونوګراف

Sh.IL.0859

عملی کار اومونوګراف

4

 

د کريډيټونو مجموعه

۲۵

داسلامې تعلیماتوڅانګی درسې نصاب  

اول ټولګی، لومړی سميسټر (اسلامې تعلیمات څانګه)

شميره

مضمون

د مضمون کوډ

د مضمون ډول

د کريډيټ شمير

۱

الحفظ والتجويد )النصف الأخير( من جزء (30

SL.IS.0106

اساسي

3

۲

العقيدة (1) )الإلهيات(

SL.IS.0107

اساسي

2

۳

الحديث (1) )العبادات(

SL.IS.0108

اساسي

3

۴

فقه العبادات (1) )الصلاة والصيام(

SL.IS.0109

تخصص

2

۵

تاريخ التشريع

SL.IS.0110

تخصص

2

۶

علوم الحديث (1) )مصطلحات(

SL.IS.011

تخصصی

2

۷

السيرة )فقه السيرة(

SL.IS.0112

اساسي

2

۸

د حقوقو مبادي

SL.IS.0113

اساسي

2

۹

اللغة العربية (1) )قواعد الصرف(

SL.IS.0114

ټول شمول

3

۱۰

د افغانستان معاصر تاریخ

SL.IS.0103

ټول شمول

2

د کريډيټونو مجموعه

۲۱

 

 

 

 

 

 

اول ټولګی، دوهم سميسټر (اسلامې تعلیمات څانګه)

شميره

مضمون

د مضمون کوډ

د مضمون ډول

د کريډيټ شمير

۱

العقيدة (2) )النبوات(

SL.IS. 0207

تخصص

2

۲

التفسير (1)

SL.IS. 0215

تخصص

3

۳

الحدیث (2) )العبادات(

SL.IS. 0208

تخصص

3

۴

فقه العبادات (2) )الزكاة والحج(

SL.IS. 0209

تخصص

2

۵

علوم القرآن

SL.IS. 0216

تخصص

2

۶

علوم الحدیث (2) )القواعد والآداب(

SL.IS. 0211

تخصص

2

۷

المنطق القديم

SL.IS. 0217

اساسي

2

۸

اساسي عمومي حقوق

SL.IS. 0218

اساسي

3

۹

اللغة العربية (2) )قواعد النحو(

SL.IS. 0214

اساسي

2

۱۰

اسلامي تاریخ

SL.IS. 0219

اساسي

2

د کريډيټونو مجموعه

22

 

 

 دوهم ټولګی، دریم سميسټر (اسلامې تعلیمات څانګه)

شميره

مضمون

د مضمون کوډ

د مضمون ډول

د کريډيټ شمير

۱

العقيده (3) )السمعيات(

Sh.IS.03.07

تخصص

2

۲

التفسير (2)

Sh.IS.03.15

تخصص

3

۳

الحديث (3)

Sh.IS.03.08

تخصص

3

۴

فقه الأحوال الشخصية (1)

Sh.IS.03.20

تخصص

2

۵

أصول الفقه (1)

Sh.IS.03.21

اساسي

2

۶

المنطق الجديد

Sh.IS.03.22

اختیاري

2

۷

مقارنة الأديان

Sh.IS.03.23

اساسي

2

۸

اللغة العربية (3) )قواعد النحو(

Sh.IS.03.14

اساسي

3

۹

چاپیریال ساتنه

Sh.IS.03.02

ټول شمول

2

۱۰

إنجليزية

Sh.IS.03.04

ټول شمول

2

د کريډيټونو مجموعه

۲۳

 

 

 

 

 

 

 

دريم ټولګی، څلورم سميسټر (اسلامې تعلیمات څانګه)

شميره

مضمون

د مضمون کوډ

د مضمون ډول

د کريډيټ شمير

۱

التفسير (3)

Sh.IS.04.15

اساسي

3

۲

الحديث (4)

Sh.IS.04.08

تخصص

3

۳

فقه الأحوال الشخصية (2)

Sh.IS.04.20

تخصص

2

۴

فقه المعاملات (1) )البيوع(

Sh.IS.04.24

تخصص

2

۵

النظام السياسي في الإسلام

Sh.IS.04.25

تخصص

2

۶

أصول الفقه (2)

Sh.IS.04.21

اساسي

2

۷

الفرق والمذاهب

Sh.IS.04.26

اساسي

2

۸

كمپیوټر

Sh.IS.04.05

ټول شمول

2

۹

قضائي او عدلي مسلكي اخلاق

Sh.IS.04.27

اساسي

2

۱۰

اللغة العربية (4) )البلاغة(

Sh.IS.04.14

اساسي

3

 

د کريډيټونو مجموعه

۲۳

 

دريم ټولګی، پنځم سميسټر (اسلامې تعلیمات څانګه)

شميره

مضمون

د مضمون کوډ

د مضمون ډول

د کريډيټ شمير

۱

التفسير (4)

Sh.IS.0515

تخصص

3

۲

الحديث (5) )سنن ابن ماجه منتخبات(

Sh.IS.0508

تخصص

3

۳

فقه المعاملات (2) )البيوع(

Sh.IS.0524

تخصص

2

۴

النظريات الفقهية )الحق واللتزام والملكية(

Sh.IS.0528

تخصص

2

۵

أصول الفقه (3) )كتاب الله والسنة(

Sh.IS.0521

اساسي

2

۶

النظام المالي والقتصادي في الإسلام

Sh.IS.0529

اساسي

2

۷

النظام الإداري في الإسلام

Sh.IS.0530

تخصص

2

۸

علم الكلام الجديد

Sh.IS.0531

اساسي

2

۹

اللغة العربية (5) )البلاغة(

Sh.IS.0514

اساسي

2

۱۰

انتخابي

Sh.IS.05…

انتخابي

1

 

د کريډيټونو مجموعه

۲۱

دريم ټولګی،شپږم سميسټر (اسلامې تعلیمات څانګه)

شميره

مضمون

د مضمون کوډ

د مضمون ډول

د کريډيټ شمير

۱

التفسير (5)

Sh.IS.0615

تخصص

3

۲

الحديث (6) )سنن النسائي منتخبات(

Sh.IS.0608

تخصص

3

۳

الفقه )وسائل الإثبات في الفقه والقانون(

Sh.IS.0634

تخصص

3

۴

أصول الفقه (3) )الإجماع والقياس(

Sh.IS.0621

اساسي

2

۵

أصول التفسير

Sh.IS.0635

اساسي

2

۶

أصول التخريج ودراسة الأسانيد

Sh.IS.0636

اساسي

2

۷

اللغة العربية (6) )النحو(

Sh.IS.0614

اساسي

3

۸

دور المسلمين في حضارة العالم )الفكر الإسلامي(

Sh.IS.0637

اساسي

2

۹

انتخابي

Sh.IS.06…

انتخابي

2

 

د کريډيټونو مجموعه

۲۲

 

څلورم  ټولګی،اووم سميسټر (اسلامې تعلیمات څانګه)

شميره

مضمون

د مضمون کوډ

د مضمون ډول

د کريډيټ شمير

۱

تفسیر

Sh.IS.0715

تخصصې

2

۲

الحدیث صحیح المسلم

Sh.IS.0708

تخصصې

3

۳

فقه الجنایات

Sh.IS.0741

تخصصې

2

۴

علم المیراث

Sh.IS.0742

تخصصې

3

۵

قواعدالکلیه فقهیه

Sh.IS.0743

تخصصې

2

۶

الدفاع عن السنه

Sh.IS.0744

اساسي

2

۷

الغزوالفکریه

Sh.IS.0746

اساسي

3

۸

مناهیج البحث العلمې

Sh.IS.0747

 بابلیک

2

۹

الحدیث مسندامام اعظم

Sh.IS.0753

تخصصې

 2

 

د کريډيټونو مجموعه

 20

 

 

 

څلورم  ټولګی،اتم سميسټر (اسلامې تعلیمات څانګه)

شميره

مضمون

د مضمون کوډ

د مضمون ډول

د کريډيټ شمير

۱

تفسیر(۷)

Sh.IS.0815

تخصصې

2

۲

الحدیث صحیح البخاری

Sh.IS.0808

تخصصې

3

۳

اصول الدعوة

Sh.IS.0845

تخصصې

2

۴

الحدیث شرح المعانی الاثار

Sh.IS.0854

تخصصې

2

۵

مقاصدالشریعه

Sh.IS.0848

تخصصې

2

۶

اصول الافتاء

Sh.IS.0849

 تخصصې

2

۷

الاحسان التزکیه

Sh.IS.0850

اساسي

2

۸

علم الاجتماع ابن خلدون

Sh.IS.0851

 اساسي

2

۹

مونوګراف

Sh.IS.0852

 بابليك

4

 

د کريډيټونو مجموعه

 21