استادانو ته په څېړنه کې د مأخذ لیکنې سافټوېر تر سرلیک لاندې یو ورځنی ورکشاپ وړاندې سو

zabu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۱۴:۹
مآخذ

 

نن ورځ د مسلکي پرمختیایې مرکز د پلان له مخې د میرویس خان نیکه پوهنتون ټولو استادانو ته  په څېړنه کې د مأخذ لیکنې سافټوېر تر سرلیک لاندې یو ورځنی علمي سمینار وړاندې سو.

یاد ورکشاپ چې د قرآن کریم په تلاوت سره پیل سو، د اقتصاد پوهنځي رﺉیس احسان الله سعد له لوري وړاندې سو، نوموړي د ورکشاپ په وړاندې کولو سره، د ماخذ لیکنې سافټویر (Mendeley) پېژندنه، په دې سافټویر کې  پروفایل، لیبرري جوړول، لیکلي اسنادونه او مأخذونه ترتیبول، د متن مأخذ لیکنه (Citation)، د منابعو او سرچینو مأخذ لیکنه(Reference List) موضوعات د عملي کار په کولو سره استادانو ته تشریح کړل.

نېټه: چهار شنبه 1405/5/7

د نشراتو او عامه اړیکو مدیریت.